Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د اېمسيسي چیني شرکت مشر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان لویو کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د پنجشېر مسوولین وایي چې خیني چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې او کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې د قرارداد لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د رياستالوزرا سياسي مرستيال د ترکي خیریه بنسټونو مسوولینو او استازو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو د ټینګار سربېره له افغانانو سره د یاد هېواد مرستې مهمې وبللې.
یو شمېر روسي سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې له کثافاتو د برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.
یو شمېر ترکي سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، برېښنا توليد، صنعتي پارکونو او سوداګرۍ برخو کې پانګونه وکړي.
د اذربایجان ملي سوداګر له افغان چارواکو سره په ليدنه کې ویلي چې د دغه هېواد سوداګر او پانګوال په افغانستان کې له پانګونې سره ځانګړې لېوالتیا لري او غواړي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې له شته فرصتونو استفاده او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
ترکي سوداګرو د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د فابریکو جوړولو، کرنې، کانونو استخراج، انرژۍ او ټکنالوجي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ترکي سوداګرو په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوجستیک او ساختماني برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
په کابل کې د ترکیې سفیر وایي چې ترکي پانګهوال د افغانستان د انارو او وچې مېوې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري؛ ځکه د پېر او پلور ښه بازار لري.
د قرغیزستان سوداګرو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د کانونو او پټرولیم له وزارته یې غوښتې چې په دې برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هالنډ هېواد ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له شلو ډېر هېوادونو افغانستان کې د درملو تولید او طبي محصولاتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP