Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د روسیې د ولسمشر سلاکار د دې ادارې له رییس سره په لیدنه کې د اوسپنې پټلۍ پروژو، په ځانګړې توګه په افغان ټرانس پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
کابل کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او یوه ترکي شرکت افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
د هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې د «ریلي پراختیا» په موخه د ایراني کنسرسیوم شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او له یادو شرکتونو یې وغوښتل چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې ایراني او په بهر کې مېشت افغان پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د ډبرو سکرو او نورو کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
یو جوزجاني ځوان په چین کې د لوړو زدهکړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون شوی او د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی چې ۴۰ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د اقتصاد وزارت مرستیال له چینایي پانګهوالو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو، رېلپټلۍ، سړکونو، کرنې او انرژۍ په ځانګړي ډول لمریزې برېښنا په څېر بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چینایي پانګهوال لېواله دي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید،
کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر
په چین کې د افغانستان سفارت وایي، د «چاینا رېلوې کنسټرکشن» دولتي کمپنۍ یوه لوړپوړي پلاوي په افغانستان کې د رېلپټلۍ، هوايي ډګرونو، لویولارو او په نورو زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په افغانستان کې د ایران سفارت نوي سرپرست، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، رېلپټلۍ او داسې نورو برخو کې پانګونې ته چمتو دی.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چین، قرغیزستان او منګولیا پانګهوال لېواله دي چې په افغانستان کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP