منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

متقي: د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر او په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

متقي دغه څرګندونې په هغه ویډيويي پيغام کې کړې چې تېره شپه د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې خپره کړې ده.

دغه وېډيو په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د یادو شوو موضوعاتو او پایلو په اړه خپره شوې ده.

متقي په خپل پيغام کې ویلي: «نن موږ په دې غونډه کې ولیدل چې د ټولو هېوادونو نظرونه مثبت و او لېوالتیا یي وه چې په افغانستان کې ښکېلتیا ولري، البته مثبت ښکېلتیا، د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښکېلتیا ولري.»

نوموړي ویلي، په افغانستان کې اوس امنیت ټینګ شوی او دغه وضعیت نور هم مثبت لوري ته روان دی.

متقي وایي: «افغانستان چمتو دی چې لویې لویې پروژې لکه، ټاپ، ټاپي، کاسا زر، رېل‌پټلۍ پروژه او په ټولو برخو کې دغه هېواد دې ته تیار دی چې دغه پروژې هم پیل شي.»

هغه زیاته کړه چې افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.

نوموړي وویل: «له دې اوسنیو حالاتو څخه په استفادې چې په ټول افغانستان کې مرکزي حکومت واکمن دی، په ټول هېواد کې هیڅ ډول مخالفت نشته دی، نو له دغه حالت څخه په استفادې دغو ټولو برخو کې باید مثبت ګامونه واخیستل شي.»

د یادونې ده، تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د چين او ایران د بهرنيو چارو له وزيرانو سره پر دوه‌اړخيزو اړيکو هم  خبرې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست