پاکستان
راپورونه
امریکا: داسې شواهد نشته چې وښیي افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري
د امریکا سپینه ماڼۍ وايي، داسې شواهد نشته چې وښيي په پاکستان کې او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مېشت افغان کډوال دې په سخت دریځۍ او ترهګرۍ فعالیتونو کې دخیل وي.
د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په راتلونکې اګسټ میاشت کې درې یو ورځنۍ پنځوساوریزې لوبې ترسره کړي.
خواجه اصف: افغان کډوالو ته ځای ورکول زموږ ستره تېروتنه وه
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، افغان کډوالو ته ځای ورکول د پاکستان ستره تېروتنه وه او ادعا کوي چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو خوندي ځالو او د هغوی له فعالیتونو ښه خبر دي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې یو پلاوی پاکستان ته ولاړ
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «افغان ټرانس» پروژې په اړه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړ.
پاکستان: ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغو اندېښنو د هواري او همکارۍ په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.
تورخم کې پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيول شوه
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مديريت موظفینو پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د پیسو نړۍوال صندوق پاکستان ته ۳ میلیارد ډالر پور ورکوي
د پیسو نړۍوال صندوق اعلان کړی چې پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پور ورکوي.
لاهور کې د اورلګېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ لس کسان مړه شوي
د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د اورلګېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ لس کسان مړه شوي دي.
خیبر پښتونخوا کې د ځمکې پر سر شخړه؛ نهه کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې نهه کسان وژل شوی او له ۵۰ ډېر نور ټيپان دي. د پاکستان جيو ټلوېزيون د راپور له مخې،…
پاکستان ته د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې ده
ننګرهار کې مسوولین وايي، په تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مسوولينو په يو لارۍ موټر کې بار د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.
له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستانه تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال - چې ۲۶ یې د یاد هېواد له زندانونو خوشي شوي- خپل هېواد ته راستانه شول.
پاکستان کې د باران او سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي
د پاکستان په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو له امله د درنو مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ لسگونه کسان مړه شوي دي. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په تازه پېښو کې د اتو…
د پاکستان له زندانونو ۳۳ افغانان خوشي شول
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۳۳ افغانان چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله پاکستان کې نیول شوي وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
له پاکستانه ۲۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستان څخه د تورخم له لارې ۲۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
سفارت: تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شوي
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او د پاکستان حکومت دې نور د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي.
د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ځنډ پرته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي
د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالو نړۍوالۍ ورځې په مناسبت په خپل یوه راپور کې له پاکستانه غوښتي چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورونه ودروي. ياد سازمان دغه راپور…
پاکستان کې د کډوالو چارو اتشو لپاره ۳۵ کسان ګومارل کېږي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د کډوالو چارو اتشو لپاره د ۳۵ ځایي کارکوونکو د ګومارلو خبر ورکړی دی.
ندیم د روسیې او پاکستان د لوړو زدهکړو له وزیرانو سره لیدلي
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم د روسیې په تاتارستان کې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو غونډې په څنډه کې د پاکستان او روسیې د لوړو زدهکړو له وزیرانو سره لیدلي دي.…
افغان سفارت: د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو نیول د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي
په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت پلاوي د پاکستان د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره د نیول شوو افغانانو پر خوشي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. په اسلاماباد کې د…
د عمران خان له ګونده بېل شوو سیاستوالو جلا ګوند اعلان کړ
د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر عمران خان له تحریک انصاف ګوند څخه جلا شوو سیاستوالو د «استحکام پاکستان» په نوم د نوي ګوند جوړولو اعلان وکړ. تېره میاشت د پولیسو له خوا په یوه…
























