Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پر یوې «ناپېژندل» شوې ساري ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي.
د پروان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پروان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰ استوګنیز کورونه، ۶۵۶ جریب کرنیزه ځمکه، یو کیلومتر سړک او پنځه سربندونه او کانالونه ویجاړ شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، پولیسو د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال، یوه دهشکه، یو زیکویک، دوه میله سپکې وسلې او یوه اندازه مهمات نیولي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې د انسان تښتوونکو هغه درې کسیزه ډله نیولې چې له هېواده بهر به یې د هېوادوالو د تښتولو او شکنجه کولو له لارې د هغوی له کورنیو څخه د پیسو غوښتنه کوله.
د پروان ولایت امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۹۰۰ امنیتي کامرې نصب او له مرکزي څارخونې سره وصل شوې.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پروان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امنیت دوه اخلالوونکو وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
د پروان د پوهنې رییس وايي چې د دغه ولایت د شیخعلي ولسوالۍ په پاواز کلي کې د خلکو له لوري د پنځه میلیون افغانیو په لګښت یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې او زابل کې یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP