چاریکار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): د پروان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امنیت دوه اخلالوونکي وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
د پروان د والي ویاند حکمتالله شمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په خانقاه کلي کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د «شر او فساد ډلې» دوه غړي وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
هغه په دې اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل: «هر څوک چې د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت وکړي د شر او فساد په نوم یادیږي.»
هغه وايي چې دغو کسانو غوښتل د «پردیو» په اشاره امنیت ګډوډ کړي.
شمیم زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې یو راکټ لنچر، دوه کلاشینکوفونه او یو د شپې دوربین د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه وویل چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن