منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پروژو

۹۸ راپورونه

راپورونه

غړي

کابل ښار کې د څلورو پروژو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د د درېیو سړکونو او د یوه پله جوړلو چارې پیل شوې.

غړي

حنفي: مرستندویه بنسټونه دې د لویو پروژو پلي کولو کې همکاري وکړي

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ او د افغان - ټرانس په شان سترو پروژو د پلي کولو برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.

غړي

کندوز او کونړ کې د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې

د کونړ په ناړۍ او څوکۍ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۲ پروژو او د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۲۳۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې.

غړي

«روانه میاشت د څه باندې ۴۴ میلیارد افغانیو په لګښت د اتو پروژو کار پیل شوی»

د ا.ا مرستیال ویاند وايي، په روانه غويي میاشت کې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې د اتو مهمو پروژو چارې پیل شوې چې ۴۱ اعشاریه ۷۷ میلیارده افغانۍ لګښت یې حکومت او ۲.۴۷۰ میلیارده افغانۍ لګښت یې خصوصي سکټور ورکوي.

غړي

کابل ښار کې د دوو پروژو چارې بشپړې او د یوه سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ وايي، د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو ترمنځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت پیل او دغه راز د ښار ۱۷مه ناحیه کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.

غړي

کابل ښار کې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه احمدخان سیمه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.

غړي

حنفي: د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان لویو پروژو کې پانګونه وکړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال وایي، په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره دې د سیمې او نور هېوادونه د افغان ټرانس، هرات – بولدک، چابهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو پلې کېدو کې پانګونه وکړي.

غړي

ملا برادر: د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو چارې روانې دي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کندهار کې د یوه جومات د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین نښلوونکي سړک په ګډون د هېواد په کچه د ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.

غړي

پکتیا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

د پکتیا په درېیو ولسوالیو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د چک‌ډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې او پاتې نورو ولسوالیو کې به د خلکو اړتیا ته په کتو د سربندونو، کانالونو او یا هم د چک‌ډیمونو جوړولو چارې پيل شي.

غړي

درېیو ولایتونو کې د ۵۹ پروژو چارې پیل شوې او په سمنګان کې یوه پروژه بشپړه شوه

کاپیسا او پروان کې د ۱۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵۸ پروژو چارې پیل، سمنګان کې د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او په شبرغان کې د یوې پروژې چارې له درېیو کلونو ځنډ وروسته پیل شوې.

غړي

ټولګټو وزارت: د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په لګښت د لسګونو ټولګټو پروژو چارې روانې دي

د ټولګټو وزارت وایي، د هېواد په کچه د دوه میلیارد او ۱۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو کارونه روان دي چې ۶۸ له پرمختیايي او ۲۱ نورې له عادي بودجې تطبیقېږي.

غړي

میدان‌ورداګو کې د سړکونو جوړولو او کارېزونو پاکولو یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

د میدان‌وردګو مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز ترڅنګ په جلرېز او د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالیو کې د نړۍوال بانګ په مالي ملاتړ د ۸۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۷ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.

غړي

غزني کې د ۳۸ پروژو کارونه پيل شول

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، نن د دغه ولایت په اندړو او خواجه عمریو ولسوالیو کې د شاوخوا ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۸ بېلابېلو پروژو کارونه پيل شول.

نور راپورونه