غزني (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، نن د دغه ولایت په اندړو او خواجه عمریو ولسوالیو کې د شاوخوا ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۸ بېلابېلو پروژو کارونه پيل شول.

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدادریس حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو کانالونو، چک ډیمونو، استنادي ديوالونو، د اوبو ذخیرو جوړول او ځینې نورې چارې په دغو پروژو کې شامل دي چې د همکارو موسسو له خوا يې مالي ملاتړ کېږي.

هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې پر یادو پروژو به ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راشي او ۶۱۸۵ کسانو ته به د کار زمینه په کې برابره شي.

هغه وايي، دغه پروژې د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان FAO په مالي ملاتړ د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا تطبیقېږي او ټاکل شوې چې کارونه به يې د نهو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي خو له حکومته غواړي چې د پروژو د تطبیق کیفیت ته پاملرنه زیاته کړي.

هغوی وايي، د ټول ولایت په کچه د اوبو سطحه ټيټه شوې او حکومت دې د خپلسرو ژورو څاګانو کېندلو مخه ونیسي.

د اندړو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد وارث پژواک ته وویل، د غزني ټولو سیمو خلک بېوزله دي او حکومت دې ټولګټې پروژې تطبیق کړي.

هغه زیاته کړه: «له حکومته مو هیله ده چې ټولو ولسوالیو کې د ژورو څاګانو د کیندلو مخنیوی وکړي، ځکه چې په دې سره د اوبو کچه ټیټیږي.»

د خواجه عمریو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدګل وویل: «کومې پروژې چې پلي کیږي باید د کیفیت له اړخه ښې وي، د زیات وخت لپاره دوام وکړي، په اوسنیو زیاتره پروژو کې دې برخې ته پام نه کېږي، چې ستره بېلګه یې د واغظ ولسوالۍ سروکاڼو بند دی چې له کمي مودې وروسته بېرته خراب شوی دی.»