ننګرهار کې د نږدې ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې
د ننګرهار د کرنې رياست وایي، د دغه ولايت په اچین او غني خېلو ولسواليو کې د ۱۰ ميليون او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې دي.
د ننګرهار د کرنې رياست وایي، د دغه ولايت په اچین او غني خېلو ولسواليو کې د ۱۰ ميليون او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې دي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي، روان کال د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې ۳۹۴ پروژې پلې کړې دي.
د لوګر چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیایي پروګرام/ UNDP له لوري د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کرنې د ودې په موخه د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې پلې کېږي.
د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت یو کیلومتر کلیوالي سړک او زر متره محافظتي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ملي تدارکاتو کمېسیون د زېربنا په سکټور کې د شاوخوا ۷۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې.
په کابل کې د جاپان سفارت د ناکامورا د درېیم تلین په مناسبت وايي، که څه هم هغه مړ شوی خو پروژې به یې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له لوري دوام ولري.
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت يو شمير لويې او وړې پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تېمور، جګروم او کلا ښامیر کلیو کې له ۲۲ کلونو وروسته د کرنې په برخه کې ځینې پروژې پلې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
په لوګر کې د محمداغې ولسوالۍ د ښکار کلا د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس وايي، تېر یو کال په دغه ولايت د څښاک پاکو اوبو، استنادي ديوالونو، کانالونو پاکولو، کليوالي سړکونو او د لارو کوڅو جوړولو ۱۸۱ پروژې بشپړې شوې دي.
د خوست ولايتي مسوولين وايي چې له پخواني حکومته پاتې پر لسګونو نيمګړو پروژو به په نږې راتلونکي کې کار پيل شي.
د لغمان چارواکي وایی، د دغه ولایت په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۵ شبکو له جوړېدو خبر ورکوي.
د غزني ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت، ۷ بیارغنیزې پروژې پیل شوې چې چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي.
د ننګرهار ولايت په سپينغر ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د نږدې ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړولو او د سېلاب له امله د يوې تخريب شوې سيمې د بيارغولو چارې پيل شوې.
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO ) د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس عامالمنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې چې د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره پر نړۍواله کچه لابي کوي. ددغه شرکت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي…
په خوست ولایت کې د ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پرمختيايي پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کندوز سیمهییز چارواکي وایي، د نوي حکومت په راتلو سره د «کاسا زر» پروژې د تطبیق چارې چې افغانستان او پاکستان ته له تاجکستان او قرغیزستان څخه د برېښنا د لېږد په موخه پېل شوې وې، درېدلې دي.
د بغلان په دوو ولسواليو کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېيو پروژو د پلې کولو چارې پيل شوې.
د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، په تېرو نهو میاشتو کې یې د ۲۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو لویو لارو، سړکونو، پلونو او پلګوټو د ترمیم او بیارغولو چارې ترسره کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام/ UNDP مسوولين وايي، د ختيځ زون لپاره يې ۹ ميليونه ډالر ځانګړي کړي چې د زدهکړو، روغتيا او خلکو ته د وړو کاروبارونو په برابرولو به يې ولګوي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه بنسټ په پام کې لري چې روان کال د یاد ولایت په ۲۲ ناحیو کې ۱۸۱ مختلفې پروژې تطبیق کړي.
د میدان وردګو ولايت په "وردګ پوهنتون" کې د ۸ ميلیونو افغانيو په ارزښت د څلورو پروژو چارې بشپړې او پرانیستل شوې.