. . .
د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه نوې شبکه جوړه شوه او څلور نورې یې ترمیم شوې.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ۳۰ میليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ کليوالي پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.
امنیتي مسوولین وايي چې د پکتیا په اریوبځاځي ولسوالۍ کې يې د بنګو څه باندې درې زره جریب کروندې له منځه وړې دي.
کابل (پژواک، ۳۰ وږي ۱۴۰۲): د پکتیا په ځاځياریوب کې یوه لېوه درې کسان داړلي چې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور
د پکتیا کرنې ریاست مسوولین وايي چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۱۷ ټنه عسل تولید شوي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت شاوخوا دېرش برابره زیاتوالی ښيي.
ګردېز (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې. د دغه
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د «نښتر» دوديزې کلنۍ مشاعرې له جوړیدو خبر ورکوي او وايي، په دې مشاعره کې له بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مینهوالو برخه اخیستې وه.
پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې درې کسان له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.
ګردېز (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د بنګو ۳۰۰ جریبه کرونده اړول شوې
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز، زرمت، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې نن د یوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په سیدکرم او میرزکه ولسوالیو کې سېلابونو د دوو کسانو ژوند اخیستی دی.