Language

د پکتیا ځاځي‌اریوب کې یوه لېوه یو ماشوم وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۳۰ وږي ۱۴۰۲): د پکتیا په ځاځي‌اریوب کې یوه لېوه درې کسان داړلي چې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان دي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ له خوا د وږي په ۳۰مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ځاځي‌اریوب ولسوالۍ اړوند سیمه کې له دلدار غره یو لېوه کلي ته راکښته شوی او درې کسان یې خوړلي دي.

سرچينې لیکلي چې په دې پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، مسوولین د پېــښې ځای ته رسېدلي او ټييان يې روغتون ته رسولي دي خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.

Related Topics