ګردېز (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د دغه سړک چارې نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو او برېښنا د وزیر ملا عبدالطیف منصور او یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزیر وویل، د ګردېز- زرمت سړک په جوړېدو سره به د دغه ولایت د خلکو ترڅنګ د غزني او پکتیکا خلک هم ګردېز او کابل ته تګ راتګ کولای شي.
هغه زیاته کړه چې د دې لارې جوړېدل د سیمې د خلکو مهمه غوښتنه او اړتیا وه چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې شي.
د ټولګټو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي مرستیال مولوي عبدالکريم فاتح وويل: «د ګردېز- زرمت ولسوالۍ ترمنځ ټوله لاره چې ۲۰ کيلومتره کېږي، له دې جملې یې پنځه کيلومتره په تېر نظام کې جوړه شوې او د پاتې ۱۵ کيلومتره سړک چارې نن پيل شوې چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.»
نوموړی وايي، د دې لارې جوړولو لګښت ۵۰۴ ميليونه افغانۍ کېږي چې د ټولګټو چارو وزارت له پرمختيايي بودجې ورکول کېږي.
د قاتح په خبره، دغه سړک به نهه متره سور ولري او د لارې په اوږدو کې به ۶۶ واړه پلچکونه او د اوبو ويالې هم جوړ شي او ټولې چارې به يې په اتو کاري مياشتو کې بشپړې شي.
له بل لوري، د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي خوښي ښيي چې له کلونو ځنډ وروسته پر دې لارې کار پیل شو او له دولته غواړي چې دې ولسوالۍ ته نوره هم پاملرنه ډېره کړي.
د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي غلاممحمد پژواک ته وویل: «دغه لاره يو ترانزيټي لاره ده او د دې ولسوالۍ د خلکو اساسي غوښتنه هم وه.»
نوموړي وويل چې اړوند اداره بايد د سړک جوړولو چارو کيفيت ته پاملرنه وکړي او په وينا يې، په تېر کې هم د دې ډول پروژو کيفيت ټيټ و او له څو کلونو وروسته بېرته ويجاړې شوې دي.
د يادولو ده، د ګردېز - زرمت سړک د اساسي جوړولو چارې درې کاله مخکې پيل شوې وې خو د تېر نظام له ړنګېدو وروسته یې چارې ولاړې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










