Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا د ملي بس امریت مسوولین وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د ګردېز- ځاځياریوب ولسوالۍ ترمنځ د ملي بس خدمتونه پيل کړي دي.
د پکتیا میرزکې ولسوالۍ کړکین درې ته په لومړي ځل د خلکو په شخصي لګښت د سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د افغانستان ستره محکمه وایي، د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ لومړنۍ محکمې درېیو کسانو ته چې پر ځینو جرمونو تورن وو، تعزیري سزا ورکړه.
د پکتيا د فوټبال فدراسیون مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو سرپرست وزير وايي، د هېواد په کچه د کډوالو په ټولو ښارګوټو کې د سرپناه، روغتيا او زدهکړو ترڅنګ نورې اړینې اسانتياوې هم په پام کې نیول کېږي.
حکومتي مسوولین وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې خلکو ته درانې مالي زیانونه اړولي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې درې زره څاروي لېوني شوي چې له دې ډلې ۶۰۰ مړه شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې پنځه سوه کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
پکتیا د شپږو ولایتونو د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي.
د پکتیا په وزي ځډران ولسوالۍ کې د غره ښوېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ۵۸ میله غیرقانوني پاکستانۍ تومانچې کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې یې ۶۳۰۰ «ټیبلین» په نوم نشهيي ګولۍ نیولې او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP