د راپورونو له مخې، د اذربایجان په قرهباغ سیمه کې د نفتي توکو په یوه زېرمه کې د چاودنې له امله ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو په «بلدوین» ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ مربوطاتو کې د هاوان یوې زړې مرمې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې پر یوه پوځي موټر د چاودنې له امله درې ملکي وګړي او اووه امنیتي کسان ټپیان شوي او یو امنیتي کس وژل شوی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ په برېښناکوټ فابریکه کې د ګاز نللیکې یوه پیپ چاودنې له امله درې کسان ټپيان او ١٤ نور مسموم شوي دي.
د کندهار په مرکز کې نن سهار د تېلو کوچني ټانکر د چاودنې له امله یو کس ژوند له لاسه وکړی دی.
تخار کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې د یوه امنیتي کس په کور کې د راکټ مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې دوه نجونې او یو هلک وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.
د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله يو کور په بشپړه توګه سوځېدلى دى.