د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د اویایمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښه ګاونډیټوب کړی او چین دې په سیمهییزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.
د راپورونو له مخې، د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ایران رېل پټلۍ له لارې د چین د ترانزیټي توکو لومړنۍ محموله د هرات ولایت روزنک تمځای ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په یوه نړۍوال روغتیايي کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه چین ته تللی دی.
د چین هېواد د اېمسيسي شرکت مسوولین وايي چې په لوګر ولایت کې د چین او افغانستان ګډ بازار جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او په کابل کې د چین سفارت ترمنځ د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغانستان لپاره د چین استازي وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د دغه هېواد له سولې او بیارغونې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ د چین په ختیځ کې یوه ځوان په ښوونځي کې د چاقو په ګزارونو اته کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپيان کړي دي.
د چین په سوېل ژوهه ښار کې له یوه خونړي برید وروسته چې له امله یې ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي، لوړپوړو چیني چارواکو د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د چین سفیر وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت مرستیال د کرنې پرمختیا او بېوزلۍ کمولو نړۍواله ناسته کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP