Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، هلې ځلې روانې دي چې له ایران سره د ډبرو سکرو صادراتو هوکړه لاسلیک شي او په دې اړه پرمختګونه هم شوي دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند په سپينڅک سيمه کې د ډبرو سکرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو يو کان تثبيت شوی او د استخراج چارې يې يوه داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې.
د مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ډبرو سکرو له صادراتو شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
د تخار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي او د ورځې تر ۱۰۰ ټنو استخراجېږي.
د فاریاب ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د لومړني لوی مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مالیې وزارت وایي، د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو باروړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي، څو د ترافیکي تراکم له امله د تازه مېوو د خرابېدو مخه ونیول شي.
کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ځانګړي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د ډبرو
وسله والو غلو د ډبرو سکرو پنځه کاریګر د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې په ډزو وژلي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ډبرو سکرو پلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، له نږدې درېيو میاشتو راهیسې له افغانستانه پاکستان ته د سکرو لېږد پیل شوی چې ورسره د سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP