منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز اوسېدونکي د سون‌توکو په ځانګړي ډول ډبرو سکرو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۶ کتنې

کندوز (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د سون‌توکو په ځانګړي ډول ډبرو سکرو د بیو لوړوالي اندېښمن کړي او له مسوولینو غواړي څو د دغو توکو بیې کنټرول کړي.

دغه خلک له یوې خوا بېوزلي او ناداري او له بل پلوه د سون‌توکو لوړه بیه د دوی پر وړاندې جدي ستونزې ګڼي.

په همدې حال کې، د کندوز ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د ساړه موسم له رارسېدو سره د سون‌توکو بیې لوړېږي، خو د بیې د کنټرول په تړاو یې پر اقدام کولو هم ټینګار کوي.

د کندوز ښار اوسېدونکی طلامحمد دروېش وايي، مخکې د یو من ډبرو سکرو بيه له ۴۰ افغانيو لوړه وه؛ خو اوس يې بيه تر ۱۰۰ افغانيو رسېدلې ده.

نوموړی زیاتوي، که حکومت د ډبرو سکرو بیې کنټرول نه کړي، ښايي په راتلونکي ژمي کې خلک له سختو ستونزو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: «تېر کال د یو من ډبرو سکرو بیه ٤٠ تر ٤٥ افغانۍ وه؛ خو سږ کال د ډبرو سکرو د یو من بيه له ۱۰۰ تر ۱۱۰ افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله د ډبرو سکرو بيه دوه برابره لوړه شوې ده؛ خلک د ډبرو سکرو د اخیستو توان نه لري؛ له حکومته غواړو چې د ډبرو سکرو تعرفه راټیټه کړي، څو زموږ هېوادوال په ارزانه بیه سکاره ترلاسه کړي.»

د کندوز بل اوسېدونکى نورالله هم د ډبرو سکرو او لرګيو لوړې بيې جدي ستونزه ګڼي او وايي، که د ډبرو سکرو بيه راټيټه نه شي، ښايي خلک د سړې هوا له امله تلف شي.

د کندوز ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول تاج‌الدين سهاک وويل، دوى هڅه کوي څو د سون او خوراکي توکو بيې کنټرول کړي.

نوموړي څرګنده کړه، تر اوسه مرکز د سون‌توکو د بيو کنټرول لپاره کومه کړنلاره نه ده جوړه کړې او همدا لامل دى چې د سون او خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د کندوز ښاروالۍ تل هڅه کړې چې د لومړینو توکو بیې کنټرول کړي؛ خو په دې برخه کې زموږ یوه جدي ستونزه د خوراکي او سون‌توکو د بیو د کنټرول لپاره د یوې مشخصې کړنلارې نشتوالی دی.»

سهاک وايي، څو ځله يې دغه ستونزه له مرکز سره شريکه کړې؛ خو تر اوسه په دې برخه کې کومه کړنلاره نه ده جوړه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو مياشتو کې اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالى د هېوادوالو پر وړاندې پر جدي ستونزو اوښتي چې د خلکو مالي توان يې راکم کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه