کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت ۱۸ کارکوونکي په یوه روزنیز پروګرام کې د ګډون په موخه اوزبېکستان ته ولاړل.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ د ۱۸ فني او مسلکي کارکوونکو په ګډون یو رسمي پلاوی اوزبېکستان ته ولاړ.
هغه زیاته کړې، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د رییس په مشرۍ یاد پلاوی به هلته د یوې میاشتې لپاره د وړتیاوو لوړونې او مسلکي پرمختګ په موخه یوه روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي.
نوموړي لیکلي، د دغه سفر اساسي موخې د فني او مسلکي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا، د جیوفزیک برخه کې له ټکنالوجیو سره اشنایي او له اړوندو متخصصینو سره د تجربو شریکول دي.