Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند «ځیرک» سیمه کې د خلکو په ۱۳ میلیونه افغانیو شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت چک ولسوالۍ کې خلکو یوې عالي لېسې ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې ده.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د بلغلي کلي اوسېدونکو د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت دوه جریب ځمکه د یوه ښوونځي جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته اهدا کړې ده.
د بلخ او بغلان ځايي مسوولین وايي، دغو ولایتونو کې لا هم نږدې ۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې د ژمي په سړه هوا او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لا هم ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ نه لري خو په خبره یې چې دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت او یو شمېر موسسو سره شریکه کړې ده.
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نرګس هغه نجلۍ چې په یوه خصوصي ښوونځي کې صفاکاري کوي، له بېوزلۍ او فقر شکایت لري او وایي، پر څلور زره افغانۍ تنخوا په ډېرې سختۍ سره ژوند تېروي، له شتمنو کسانو غوښتنه کوي څو ورسره مرسته وکړي.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د مملوق سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت «مملوق» لېسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.
کابل ښار کې د نازنین کوهستاني په نوم یوې ښوونکې چې د خپل ژوند ۳۳ کاله یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي، اوس یې په خپل کور کې ۱۵۰ نجونو ته په وړیا ډول له شپږم د پورته ټولګیو مضمونونو د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.
میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایې چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د خلکو او یوه خیریه بنسټ له خوا د ښوونځي لپاره د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP