Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ نوي ښوونځي پرانیستل کېږي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت ځینو سیمو کې لسګونه ښوونځي د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي او اړتیا ده بېرته ورغول شي، بل لور ته مسوولین د یادو ښوونځیو رغولو ډاډ ورکوي.
د کندوز د پوهنې ریاست وایي چې دغه ولایت کې د ۵۱۲ ښوونځيو له ډلې ۱۶۳ یې ودانۍ نه لري.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د دې ادارې په مرسته ۲۲۰ غیرفعال ښوونځي بیا فعال شوي دي.
د فراه په مرکز کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانې جوړه شوه.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند په بلوڅي سیمه کې د محمدیه په نوم د یوه لومړني ښوونځي زدهکوونکي د ځای او ودانۍ نه شتون له امله په هدیره کې زدهکړې کوي.
د لوګر مرکز پلعلم اړوند د هارونخېلو د هلکانو او نجونو لومړني ښوونځي ته د یوه کس له لوري د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
فاریاب کې ځايي سرچینې وایي چې پرون ماښام د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ یوه ښوونځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې او هلته شته اسناد او وسایل سوځېدلي دي.
د غزني د زنخان یو شمېر قومي مشران په دې ولسوالۍ کې زدهکړو ته د ماشومانو پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او ښوونځي دې ورته جوړ کړي.
د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن