Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په جاغوري کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): غزني کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د غزني د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي بیسم‌الله حمید پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ د بابا سیمې ښوونځي ته د خلکو په شخصي لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ به پر دوه جریب ځمکه په دوو پوړونو کې جوړه شي چې نهه درسي خونې، یو تالار، پراخ کتابتون، د احاطې دېوال او نور اړین ملحقات به ولري.

د هغه په خبره، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د ۳۰۰ زده‌کوونکو لپاره معیاري او خوندي زده‌کړه‌ییز چاپېریال برابر شي.

حمید د سیمې د خلکو دا هڅه وستایله او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د تعلیم د ودې او پرمختګ لپاره مهم دي او د راتلونکو نسلونو روښانه راتلونکی تضمینوي.

هغه د نورو سیمو له خلکو هم وغوښتل چې د بابا سیمې د خلکو په څېر خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز، د جاغوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدعلي پژواک ته وویل چې د بابا سیمې ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا درلوده او د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه زیاته کړه، پر یاد ښوونځي شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي او چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د نوموړي په خبره، هوډ لري چې په سیمه کې به له دولت سره په همکارۍ د پوهنې بهیر ته وده ورکړي.

د یادونې ده، تېر کال د غزني د جاغوري ولسوالۍ علیاتو شغله او حیدر سیمو خلکو هم په خپل شخصي لګښت د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.