Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

غزني‌ښار (پژواک، ۴ وري ۱۴۰۴): د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند «ځیرک» سیمه کې د خلکو په ۱۳ میلیونه افغانیو شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د سیمې یوه اوسېدونکي علي جعفر پژواک اژانس ته وویل، په سیمه کې یې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه، نو به همدې اساس د سیمې خلکو په خپل لګښت د دغه ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.

هغه زیاته کړه، پر دې ودانۍ ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمي د عامو خلکو له لوري ورکول کېږي او په وینا یي، چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ده وویل، قوي هوډ یې کړی چې په سیمه کې به له حکومت سره په همکارۍ د پوهنې بهیر ته وده ورکوي.

په ورته مهال، د دغه سیمې د ښوونځي زده‌‌کوونکو پژواک ته وویل، زده‌کړه‌ییز چاپېریال یې خوندي نه و خو اوس به د ودانۍ په جوړېدو د دوی ستونزې تر ډېره هوارې شي.

دغه‌راز د غزني پوهنې ریاست مسوولین بیا د دې سیمې له خلکو مننه کوي چې د پوهنې په برخه کې یې ګام پورته کړی.

د غزني د پوهنې رییس نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل، د یاد ښوونځي ودانۍ ډېره زړه وه او اوس د سیمې د خلکو له لوري نوې ودانۍ ورته جوړېږي.

هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ځیرک د سیمې خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینې برابرې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی پر څه باندي دوه جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړېږي؛ د ۱۴ درسي او اداري خونو، حوېلۍ او د لوبو لپاره د ځانګړی ځای د درلودو ترڅنګ یې ټول عصري درسي امکانات په نظر کې نیول شوي او د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به ۵۰۰ زده‌کوونکي له مناسب تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شي.

د یادوني ده چې څه موده وړاندي هم د غزني د جاغوري ولسوالۍ علیاتو شغله سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.