خوست ښار (پژواک،۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست ولایت په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د «خلبيسات» په نوم د یوې لېسې زدهکوونکي چې د کتابونو بکسونه یې اوږو ته اچولي، سهار وختي د یوې هدیرې په لور روان دي؛ د دوی د درس ځای همدلته دی او له کومې سرپناه، مېز او چوکۍ پرته زدهکړې کوي.
دغه زدهکوونکي خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له اړینو امکاناتو پرته د هدیرې ترڅنګ زدهکړې کوي؛ نه چوکۍ لري او نه هم له باد او باران څخه د خوندیتوب لپاره کومه سرپناه.
زدهکوونکي: د ودانۍ نشتوالي له امله تر سوځوونکې لمر لاندې په ازاده فضا کې زدهکړې کوو
د دې لېسې یو زدهکوونکی بختالله جان چې د يوولسم تولګي کتابونه په یوه خړه پلاستیکي کڅوړه کې اچولي، پژواک ته وویل: «کله چې جنازه راشي، مکتب رخصت شي، زدهکوونکي ګډوډ شي، استادان لاړ شي او موږ کور ته ځو، دا ځای نه د درس دی نه د راتلونکي.»
دغه زدهکوونکی وايي چې د نورو ستونزو ترڅنګ، رواني فشار هم ورباندې ډېر دی او زیاته یې کړه:«په کوم ځای کې چې موږ درسونه وايو، دا د زدهکړې لپاره يو نامناسب ځای نه دی، له حکومته غواړو چې موږ مکتب ته ودانۍ جوړه کړي.»
بل زدهکوونکی بلال معصوم هم ورته شکایت کوي او وايي، د ښوونځي چاپېریال يې د زدهکړو لپاره مناسب نه دی او له حکومته غوښتنه کوي چې دغه او دې ته ورته نورو ښوونځيو لپاره سرپناه برابره کړي.
هغه وويل: «د دې لېسې چاپېريال د درس ويلو لپاره ښه نه دی؛ ځکه له يو طرفه هديره ده او له بل طرفه کله چې باران شي او يا ډېره کې ګرمي شي نو موږ دلته درس نه شو ويلای؛ ځکه چې تعمير نه لرو.»
د دغه ښوونځي د دوولسم ټولګي زدهکوونکي غفورالله الهام هم پژواک اژانس ته وويل، دوولس کاله کېږي چې له کومې سرپناه سره تر سوځوونکي لمر لاندې په دغه ښوونځي کې زدهکړې کوي.
هغه وايي، که څه هم د ده فراغت ته کمې ورځې پاتې دي خو پاتې زدهکوونکي بايد د نورو هغو په څېر ښه ودانۍ او د ټولګي لپاره مېز او چوکۍ ولري.
هغه زياتوي: «اکثره شاګردان دلته د ګرمۍ له امله ضعف کېږي. دا قومي هديره ده په مياشت کې يوه يا دوې جنازې ورته راوړل کيږي چې په هغو ورځو کې زموږ ښوونځی رخصت وي او همدا ډول د باد او باران له امله هم رخصت وي.»
دغهراز، د یادې لېسې امر محمدحسین وصال وایي، شاوخوا شل کاله کېږي چې دا لېسه ودانۍ نه لري.
هغه وايي، په دې لېسه کې ۱۰۷۵ زدهکوونکي ته د ۱۸ ښوونکو له لوري تدریس کېږي.
نوموړي پژواک اژانس سره په خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د یادې لېسې د زدهکوونکو لپاره د سرپناه غم وخوري.
دی زياتوي: «ما ډېر مکتبونه ليدلي دي چې سرپناه نه لري او زدهکوونکي يې تر سره لمر لاندې زدهکړې کوي. د باد او باران پرمهال مکتب رخصت وي، تاسې ښوونځی وليده چې زدهکوونکي په څومره ستونزو کې دي.»
بلخوا د خوست د پوهنې رياست مسوولين هم مني چې دغه ولايت کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري خو وايي، د اسلامي امارت د مشرانو هڅې دا دي چې دغو ښوونځيو ته د سرپناه برابرولو لپاره بودجه برابره کړي.
د خوست د پوهنې رياست مرستيال خيروګل خيرخواه پژواک ته وويل: «د خوست پوهنې رياست مربوط ټول امارتي ښوونځي ۳۷۲ بابه دي، له دې جملې څخه د تېر نظام راپدېخوا ۱۱۹ بابه داسې ښوونځي پاتې شوې دي چې هغه تراوسه پورې د سرپناه لپاره څه نه لري، خو د اسلامي امارت مشرانو هڅې دا دي چې دغو ښوونځيو ته د سرپناه برابرولو په موخه يوه څه بوديجه پيدا کړي.»
د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې شاوخوا درې سوه زره زدهکوونکي په ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP