نیلي (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د مملوق سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت «مملوق» لېسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.
د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر ابراهیم عسکري وویل چې د «مملوق لېسې» ودانۍ جوړولو چارې د خلکو د څه باندې دوه میلیون افغانیو په شخصي لګښت د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پیل شوې.
د دغه ولایت د پوهنې رییس رحمتالله قندیلي د یاد ښوودنځي د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې د پوهنې برخه کې د خلکو له هڅو مننه وکړه او د علم او پوهې زدهکړه یې د ټولنې د پرمختګ او ستونزو د حل لپاره مهمه وبلله.
هغه ژمنه وکړه چې سیمهییزه اداره په ځانګړې توګه پوهنې ریاست به له اصولو سره سم له خلکو سره هر ډول مرسته وکړي.
په همدې حال کې، ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره به زدهکوونکي وکولای شي د خپل روښانه راتلونکي لپاره په مناسب چاپېریال کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د دې سیمې اوسېدونکي عارف حسیني وویل چې د مملوق سیمې ټولو خلکو پرېکړه وکړه څو خپلو اولادونو ته د زدهکړو د مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره دغه ښوونځي ودانۍ په خپله جوړه کړي.
هغه زیاته کړه چې د لېسې دغه وداني به اته درسي او څلور ادارې خونې ولري.
هغه له مرستندویانو وغوښتل څو د دې ټولګټې پروژې په بشپړولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP