Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د افغانستان په کچه دوه زره ښوونځي او یو شمېر کلینیکونه چې د برېښنا له نشتون سره مخ دي، پر لمریزې برېښنا سمبالوي.
د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې دوه ښوونځي چې ۱۴ کاله مخکې د ښوونکو نشتوالي له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستل شول او ۹۰۰ ماشومانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالي د جګړو له امله تړل شوي دوه ښوونځي بېرته د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په اته اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
په غزني کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي او یوې دیني مدرسې ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکيبرک ولسوالیو کې نهه بابه ښوونځي بیارغول کېږي.
د کندوز د پوهنې ریاست وايي چې یو خیریه بنسټ د دغه ولایت په مرکز کې د ۷ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته وداني جوړوي.
د غور د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو له هڅو خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د شته ښوونځیو له ډلې څه باندې اویا سلنه یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې او تر خېمو لاندې درسونه وايي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې يې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن