کابل (پژواک،۲۱ کب ۱۴۰۳): کابل ښار کې د نازنین کوهستاني په نوم یوې ښوونکې چې د خپل ژوند ۳۳ کاله یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي، اوس یې په خپل کور کې ۱۵۰ نجونو ته په وړیا ډول له شپږم د پورته ټولګیو مضمونونو د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وځنډېدې، دغه راز د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه بیا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې هم د نجونو د زدهکړو ځنډېدو سپارښتنه وشوه.
د اسلامي امارت چارواکو په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زدهکړو ځنډېدو پر مهال ویلي وو، د دې موضوع د حل لپاره پر یوه طرحه کار کوي چې تر بشپړېدو وروسته به یې په ښوونځو او پوهنتونونو کې نجونو ته د زدهکړو د دوام اجازه ورکړل شي، خو د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو لا هم دا ستونزه نه ده هواره شوې.
د نجونو د زدهکړو برخه کې هڅې
نازنین کوهستاني چې د ژوند ۳۳ کاله یې نجونو ته په زدهکړو ورکولو کې تېر کړي، کور یې چې د دې او کورنۍ لپاره یې یوزاېنی خوندي ځای و، اوس د زدهکړو پر یوه مرکز بدل شوی دی.
هغه وايي، موخه یې دا ده چې د دې خاورې نجونې لوستې شي او په راتلونکي کې وکولای شي په ټولنه کې اغېزناک رول ولوبوي.
هغې زیاته کړه، درې کاله مخکې یې غوښتل دغه ځای د زدهکړو لپاره جوړ کړي، خو په لومړیو کې د خاوند له مخالت سره مخ شوه؛ خو وایي چې په کلک هوډ یې خپل کار ته دوام ورکړ.
د کار په لومړیو ورځو کې زدهکوونکو ته د تدریس برخه کې د نازنین دوو لوڼو له هغې سره مرسته کوله، خو وروسته یې دوه نورې ښوونکې هم وګومارلې چې په وړیا ډول یې نجونو ته درس ورکاوه.
د هغې په خبره، د زدهکړو په دې ځایونو کې زدهکوونکو ته د دیني مضمونونو د تدریس ترڅنګ عصري او ان د کمپیوټر مضمون هم تدریسېږي.
نوموړې وویل، لومړیو کې به ټولو ټولګيو ته په یوې وړې خونه کې تدریس کېده خو د زدهکوونکو د شمېر په ډېرېدو یې پرېکړه وکړه چې جلا خونې پهکې جوړې کړي څو هره ډله په ارام چاپېریال کې او پرته له مزاحمته خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
نازنین د زدهکړو په دغه مرکز کې ځانګړي شرایط لري؛ هغه وايي، هر نفر چې په بېلابېلو ټولګیو کې زدهکړې کوي، په ازموینه کې د بریالي کېدو له لارې پورته ټولګیو ته لار موندلای شي.
هغې د کمپیوټر ټولګي ته په اشاره وویل چې د خپلو اولادونو دوه کمپيوټرونه یې په یوه ټولګي کې تنظیم کړي څو زدهکوونکي په عملي توګه د کمپیوټر مضمون زده کړي.
هغه وايي: «هیله لرم چې خپلو زدهکوونکو ته د کمپيوټر یوه جلا خونه چې ډېر کمپیوټرونه پهکې وي، جوړه کړم او لویه کتابخونه ولرم څو زدهکوونکي بېلابېلو کتابونو ته لاسرسی ولري.»
یاده تجربه لرونکې ښوونکې هیلهمنه ده چې ډېر ژر له شپږم د پورته ټولګیو نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
د نازنین ترڅنګ همیشه عثمانیار د دغه کورني ښوونځي یو بل رضاکار ښوونکی دی چې زدهکوونکو ته په وړیا ډول انګلیسي ژبه او کمپیوټر تدریسوي.
عثمانیار وايي: «د زدهکوونکو شمېر مې ورځ تر بلې ډېر شوی، هغه نجونې چې درس وایي، زحمتکشه دي.»
هغه نجونې چې دلته زدهکړې کوي، خپلې ښې راتلونکې ته هیلهمنې دي
شیبا هاشمي چې د لسم ټولګي مضامین زده کوي، درې میاشتې کېږي چې د زدهکړو په دغه مرکز کې شامله شوې او له خپلو ښوونکو د هغوی د زحمتونو له امله مننه کوي.
هغه وايي: «موږ په داسې شرایطو کې درس وایو چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نهلري، خو زه هڅه کوم څو خپل درسونه په ښه توګه زده کړم او یوه ورځ نورو ته درس ورکړم.»
د زده د دغه مرکز نورې نجونې هم خوښې دي چې د ښوونځي د درسونو د زدهکړې زمینه ورته برابره شوې ده.
یوه مور د خپلو ماشومانو راتلونکې ته هیلهمنه ده
د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکې نادیه د دوو هغو نجونو مور چې اوسمهال په یاد مرکز کې پر زدهکړو بوختې دي وايي، یو ډېر نېک اقدام دی چې یوې ښوونکې په خپل کور کې د زدهکړو دغه مرکز جوړ کړی دی.
هغې د خپلو لوڼو روښانه راتلونکې ته په هیلهمنو سترګو وویل: «هره ورځ چې مې لوڼې دې مدرسې ته راځي، خوشالېږم، نجونې د خپل ښه راتلونکي لپاره خپله ټوله هڅه کوي څو یوه ځای ته ورسېږي.»
نوموړې له اسلامي امارته غواړي چې په ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
د ښوونیزو چارو کارپوه: کور کې د زدهکړو مرکز رامنځته کول نېک ګام دی
د ښوونیزو چارو یوه کارپوه تقي فرهان پژواک ته په خبرو کې د زدهکړو د یاد مرکز جوړېدو ستاینه وکړه، ویې ویل چې که څه هم یو کوچنۍ ګام دی، خو ډېر اغېزناک به تمام شي.
هغه زیاته کړه: «د نجونو زدهکړو ته دوام په هر ډول شرایطو کې چې ممکن وي، منل شوی او با ارزښته کار دی؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې خپله ښځې د دغه مسیر مخکښې دي. دغه ډول زدهکړې کولای شي محدودیتونه کم کړي او له نجونو سره مرسته وکړي څو د خپلو وړتیاوو پر اساس خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.»
هغه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه کوي.
د پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولینو نظرونه هم واخلي، خو بریالی نهشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP