Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، دا مهال د دغه ولایت د زدهکوونکو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د څښاک اوبو نشتوالی دی.
د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د پوهنې مسوولین او ځايي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې ټول ۳۶ ښوونځي دي خو ۳۰ یې ودانۍ نه لري چې د زدهکوونکو د زدهکړو بهیر یې ټکنی کړی دی.
د پوهنې وزارت وايي، قطر له افغانستان سره په تعلیمي ډګر کې د هر ډول همکارۍ چمتووالی ښودلی او پلان لري چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د نیمروز د پوهنې ریاست د دغه ولایت پوهنې برخه کې د ستونزو په منلو سره وايي، د ښوونکو، درسي کتابونو او چاپ وسایلو د کمښت ستونزې هوارولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي دي.
د سرپل د پوهنې رییس نن د دغه ولایت د زدهکوونکو د کورنیو له مشرانو سره په ګډه ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې یې د ښوونځیو د کیفیت او کمیت لوړولو لپاره کار پیل کړی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت د پوهنې وزیر وايي، دیني او عصري زده کړې دواړه لازمي دي او دوی به د ښوونځیو او مدرسو پرمختګ ته یو شان پام کوي.
و شمېر مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کېدل د یوه نسل پر وړاندې لوی ظلم بللی او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.
له کابل او بلخ وروسته د پکتیکا دیني عالمانو او قومي مشرانو هم په یوه ناسته کې له سرپرست حکومته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې دې ستونزې د دغه ولایت د پوهنې بهیر ټکنی کړی دی.
. . .
کابل (پژواک، ۲۳ زمری۱۴۰۰): په کابل ښار کې خصوصي ښوونځي داسې مهال له زده کوونکو د قرنطین د میاشتو فیس اخلي چې د کارپوهانو په
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP