ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د خصوصي ښوونځیو له خوا فیس اخیستل فساد ښيي

خلک: د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د خصوصي ښوونځیو له خوا فیس اخیستل فساد ښيي

author avatar
14 Aug 2021 - 16:24
خلک: د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د خصوصي ښوونځیو له خوا فیس اخیستل فساد ښيي
author avatar
14 Aug 2021 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۳ زمری۱۴۰۰): په کابل ښار کې خصوصي ښوونځي داسې مهال له زده کوونکو د قرنطین د میاشتو فیس اخلي چې د کارپوهانو په باور، د زده کړو هر بنسټ چې په دې موده کې یې خدمتونه نه وي وړاندې کړي، د فیس اخیستو حق نه لري او دغه کار د فساد څرګندونه کوي.

دغه کارپوهان وايي چې خصوصي ښوونځيو د پوهنې او عامې روغتیا له وزارتونو سره په همغږۍ د مافیا په توګه عمل کړی، د هغو میاشتو فیس یې اخیستی چې تعلیمي خدمات یې نه دي وړاندې کړي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه د کابل ښار تایمنې پروژې په درېیم سړک کې د جهان ۴نمبر خصوصي ښوونځي، په قبر څلورلاره کې د نوي ډېوه خصوصي ښوونځي، د خانه نور ۳نمبر عالي لېسې او په قلعه زمانخان کې د عبدالعزیز عالي لېسې د زده کوونکو له کورنیو سره خبرې کړې دي.

مرکه کوونکي په خصوصي ښوونځیو کې د قرنطین میاشتو فیس اخیستلو په اړه شکایت کوي؛ ځکه د هغوی په وینا، ښوونځیو په یادو میاشتو (غبرګولي او چنګاښ) کې زده کوونکو ته تعلیمي خدمتونه نه دي وړاندې کړي.

دغه کورنۍ د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو په ملاتړ تورنوي او وایي چې دغه وزارت د کورنیو ستونزې له پامه غورځولې او د خصوصي ښوونځیو په ګټه یې پرېکړه کړې ده چې په وزارت کې پراخ فساد ښیي.

په هېواد کې د کرونا ویروس له بیا زور اخیستو وروسته په غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز، نیمروز او کابل ولایتونو کې ښوونځي د غبرګولي په لسمه وتړل شول او د چنګاښ ۳۱مه بېرته پیل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د فیس نه ورکولو له امله په کابل کې د سلیم کاروان عالي لېسې د مدیر او د خوست پخواني والي حکم خان حبیبي ترمنځ لفظي شخړه وشوه. حبیبي د لېسې مدیر وهلی و.

پژواک ته له رسېدلي یوه ثبتي غږ څخه واضح معلومېږي چې له لفظي شخړې وروسته یو کس له خپل ځایه پورته کېږي او په لاس کې خپل موبایل د سلیم کاروان لېسې د مدیر مسیح الله همدرد پر لوري واروي او دوه نور کسان، مدیر درې څپېړې پر مخ وهي.

د زده کوونکو کورنۍ: موږ خصوصي ښوونځیو ته جزیه ورکړې

بصیراحمد چې درې زامن یې د تایمني پروژې په درېیم سړک کې د «جهان څلورم نمبر خصوصي ښوونځي» کې زده کړې کوي، د خصوصي ښوونځیو پر کړنو د نیوکې سربېره یې پژواک ته وویل چې دغه ښوونځي د روان کال په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې یوازې ۷ورځې زده کوونکو ته درس ورکړی او له دوی یې د دوو میاشتو فیس غوښتی دی.

هغه زیاته کړه چې د ښوونځي د مسوولینو له څو ځلې غوښتلو وروسته، له دې امله چې زامن یې په ازموینه کې له ګډونه محروم نه کړي، مجبور شو چې د غبرګولي او زمري میاشتو فیس ورکړي.

خو نوموړي وویل چې په چنګاښ میاشت کې د هغه زامنو ته د تعلیمې خدماتو نه وړاندې کولو له امله یې د هغه میاشتې فیس نه دی ورکړی او نورې کورنۍ د ښوونځي د ادارې د فشار له امله مجبور دي چې د چنګاښ میاشتې فیس هم ورکړي.

هغه زیاته کړه چې مخکې به د زده کوونکو ازموینه هره ورځ اخیستل کېده؛ خو شخصي ښوونځي د ډېرو ورځو تېرولو لپاره څلورنیم میاشتنۍ ازموینې یوه ورځ وروسته اخلي چې د دوی د دغه کار موخه له زده کوونکو د ډېر فیس اخیستل دي.

نوموړي د خصوصي ښوونځیو له لوري د قرنطین میاشتو فیس اخیستل چې د پوهنې وزارت د پرېکړې پر اساس ترسره شوي، پراخ فساد بللی دی.

په ورته مهال د کابل اوسېدونکي ذبیح الله قریشي وویل چې لور یې د «خانه نور ۳نمبر عالي لېسه» کې ده او د دغه ښوونځي د فشارونو له امله مجبور شو چې د قرنطین د دوو میاشتو فیس دغه ښوونځي ته ورکړي.

هغه په داسې حال کې چې خصوصي ښوونځیو ته د دوو میاشتو فیس ورکول یې دغو بنسټونو ته جزیه ورکول وبلل، زیاته کړه: “ډېره ځوروونکې ده چې زموږ ماشومانو ته یې یوه کلمه درس نه دی ویلی؛ خو د دوو میاشتو فیس یې واخیست.”

انجنیر عبدالهادي سروري چې زامن یې په قمبر څلورلاره کې په «نوې ډيوه خصوصي عالي لېسه» کې دی، هم د شخصي ښوونځیو پر دې کړنه نیوکه وکړه.

هغه وویل د نوی ډېوه خصوصي عالي لېسه، په داسې حال کې د روان کال د غبرګولي او چنګاښ میاشتو فیس غواړي چې په دې موده کې یې زده کوونکو ته هيڅ خدمتونه نه دي وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: “زما زامنو ته یې اخطار ورکړ چې د دوو میاشتو فیس د نه ورکړې په صورت کې له ازموینو بې برخې کېږئ.”

نوموړي د پوهنې پر وزارت نیوکه وکړه او ویې ویل: “دغه وزارت د کورنیو ستونزې له پامه غورځولې او د کورنیو پر ستوني یې پښه ایښې او د شخصي ښوونځیو په ګټه پرېکړه یې کړې ده.”

په هغه اطلاعیه کې چې دغه ښوونځي خپره کړې، د زده کوونکو له کورنیو غوښتل شوي چې د پوهنې وزارت د پرېکړې او د دې لېسې پاليسۍ پر بنسټ، د غبرګولي او چنګاښ میاشتو فیسونه دې د ښوونځي مالي برخې ته وسپارل شي.

په دې اطلاعیه کې د زده کوونکو کورنیو ته اخطار ورکړل شوی چې د مالي حسابونو د نه تصفیې په صورت کې یې اولادونو ته په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

فېسبوک کاروونکي: د قرنطین د دوو میاشتو فیس اخیستل، د پوهنې او شخصي ښوونځیو له لوري ښکاره غلا ده

مهران صبور کوهستاني پر خپل فېسبوک لیکلي، لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې غبرګولی او چنګاښ میاشتې د دولت له لوري قرنطین اعلان شوی و او د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکي ټول په کورونو کې وو.

هغه لیکلي: “خصوصي ښوونځي په دې حساسو شرایطو او بېوزلۍ کې پر خلکو ظلم کوي او په هغو میاشتو کې چې زده کوونکو ښوونځی هم نه دی لیدلی او له زده کړو بې برخې پاتې وو، له کورنیو یې پر دې ګواښ فیس غواړي چې ګني زامنو ته یې په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکوي.”

نوموړي د پوهنې وزارت بې کفایته، ظالم او د خصوصي ښوونځیو ملاتړی بللی او ویلي یې دي چې دغه وزارت د زده کوونکو د کورنیو ستونزو ته پام نه کوي او د شخصي ښوونځیو په ګټه یې پرېکړه کړې ده.

دغه راز هغه لیکلي، یو شمېر ښوونځيو په داسې حال کې چې د قرنطین میاشتو فیس یې له زده کوونکو اخیستی، خو د خپلو معلمانو او کارکوونکو معاشونه یې نه دي ورکړي.

بل فېسبوک کاروونکي سمیع الله شریفي پوهنې وزارت غل بللی او لیکلي یې دي: “ډېری زده کوونکو او د هغوی کورنیو د غبرګولي میاشتې د شلو ورځو فیس ښوونځیو ته بښلی دی، اوس ښوونځي د پوهنې وزارت د غیر منطقي مکتوب پر اساس د چنګاښ میاشتې ۵۰سلنه فیس غواړي چې دغه ښکاره غلا د پوهنې وزارت او شخصي ښوونځیو له خوا ترسره کېږي.”

هغه ادعا کړې چې د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزیر، معینان او د دغه وزارت یو شمېر کارکوونکي څو خصوصي ښوونځي لري او له همدې امله یې یاد مکتوب صادر کړی دی.

د شخصي ښوونځیو ښوونکي: د قرنطین د میاشتو فیس اخلي؛ خو زموږ معاش نه راکوي

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، هغه ښوونځی چې دی په کې دنده لري، له زده کوونکو یې د غبرګولي او چنګاښ میاشتو فیسونه په زور واخیستل او د ښوونکو او کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه یې نه دي ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه ښوونځي یو کارکوونکی هم د خپل معاش پوښتنه نه شي کولای او که خپل حق وغواړي، د ښوونځي د مسوولینو له سپک چلند سره مخ کېږي او ان له ښوونځي د اخراج ګواښ ورته کېږي.

نوموړي وویل چې د دوی ښوونځي په تېرو قرنطینو کې هم د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.

کارپوهان: شخصي ښوونځیو د پوهنې او عامې روغتیا له وزارتونو سره په همغږۍ مافیایي عمل کړی

د علومو اکاډمي علمي غړي سرمحقق عبدالجبار عابد پژواک ته وویل، هغه ښوونځي چې د قرنطین په موده کې یې زده کوونکو ته خدمتونه نه دي وړاندې کړي، د فیس اخیستو حق نه لري.

نوموړي زیاته کړه، د معلوماتو له مخې، ځینو ښوونځیو زده کوونکو ته ویلي څو چې د قرنطین د دوو میاشتو فیس ورنه کړي، ټولګي ته د دننه کېدو اجازه نه لري.

عابد د قرنطین میاشتو د فیس اخیستل غیر عادلانه، ظالمانه او په پوهنۍ وزارت کې د پراخ فساد ښودونکي وبلل او زیاته یې کړه: “دا مهال د کورنیو عواید کم دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.”

د علومو اکاډمي د دغه غړي په بارو، هغه ښوونځي چې د قرنطین په موده کې یې په مختلفو لارو خدمتونه وړاندې کړي، باید ۵۰سلنه فیس واخلي؛ خو هغه ښوونځي چې خدمتونه یې نه دي وړاندې کړي، د فیس اخیستو حق نه لري.

عابد د خصوصي ښوونځیو دغه کړنه د افغانستان د راتلونکي نسل په حق کې جفا وبلله او ویې ویل، د پوهنې وزارت باید په دې تړاو جدي عمل وکړي.

نوموړي د دې په ویلو سره چې محصلینو ته انلاین درس ستونزه نه لري، زیاته کړه: “دغه سیستم د ښوونځیو د ټیټو ټولګیو زده کوونکو لپاره عیر عملي و او ښه پایله یې نه درلوده.”

مدني فعالې او د سیمه ییزو خدمتونو او راتلونکو نسلونو د موسسې کارکوونکې سلیمې پژواک ته وویل چې: “له بده مرغه چې دغه تریخ حقیقت شته چې شخصي ښوونځي له پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو سره په همغږۍ په مافیایي ډول عمل کړی.”

هغه زیاته کړه چې حکومت او د شخصي ښوونځیو مسوولین د ټولنې د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو او د تعلیمې خدمتونو له وړاندې کولو پرته د قرنطین مودې فیس غواړي.

نوموړي وویل: «دلیل یې دا دی چې له دې لارې د خپلو ښوونکو معاشونه ورکوو.»

د شخصي ښوونځیو د مسوولینو او افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې ځواب

د سلیم کاروان خصوصي لېسې مدیر مسیح الله همدرد د پوهنې وزارت د پرېکړې پر اساس له زده کوونکو د قرنطین د دورې فیس اخیستو په اړه د هغوی د کورنیو شکایتونو ته په اشاره وویل، هغه ښوونځي چې خدمتونه یې نه دي وړاندې کړي، هم د ۵۰سلنه فیس اخیستو حق لري.

هغه زیاته کړه، هر کله چې زده کوونکي د ښوونځي له خوا رخصت کړل شي، په هغه صورت کې د میاشتني فیس اخیستو حق نه لري؛ خو د زده کړې بهیر د پوهنې وزارت له لوري ودریږي، زده کوونکي باید میاشتني فیسونه ورکړي.

نوموړي وویل چې که څه هم سلیم کاروان خصوصي لېسه د قرنطین په موده چې چمتو وه چې زده کوونکو ته انلان زده کړه ورکړي؛ خو د زده کوونکو د کورنیو لږ علاقه د دې لامل شوه چې دا بهیر عملي نه شي.

هغه وویل چې دوی له زده کوونکو د غبرګولي او زمري میاشتو فیس اخیستی او د چنګاښ میاشتې فیس یې له دې امله نه دی اخیستی چې خدمتونه یې نه دي وړاندې کړي.

په ورته مهال د خانه نور خصوصي لېسې یوه مسوول يژواک ته وویل چې د قرنطین په دوره کې یې د دغه ښوونځي زده کوونکو ته خدمتونه وړاندې کړي او له همدې امله یې له هغوی فیس اخیستی دی.

پژواک خبري اژانس د «نوی ډيوه» نړیوالې لېسې د زده کوونکو د کورنیو شکایتونه په لیکلي ډول د دې لېسې له مدیر سره شریک کړل، خو د خبریال د پوښتنو او شکایتونو له اورېدو وروسته یې ټيلېفون قطع کړ او ځواب یې ورنه کړ.

خو په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس داوود شاه بابر پژواک ته وویل چې د قرنطین په موده کې خصوصي ښوونځیو په درېیو لارو خدمتونه وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړه ځینې شخصي ښوونځي، په مختلفو لکه انلاین او سي ډي له لارې د درسي موادو ورکولو، میموري کارت، فلش او ان چپټر له لارې یې زده کوونکو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تېر کلونه به ښوونځي د وري په ۳مه پیلېدل؛ خو سږ کال د کب په ۱۵مه پیل شول او ښوونځیو د میاشتې له لومړي فیس واخیست او دغه راز ځینو ښوونځیو د قرنطین په موده کې د غبرګولي تر ۸مې او یو شمېر نورو د غبرګولي تر ۲۲مې فعالیت درلود او که چېرې د کب میاشتې ۱۵ورځې د غبرګولي له ۸ورځو سره یو ځای کړو، شاوخوا یوه میاشت کېږي.»

بابر زیاته کړه چې زده کوونکو به مخکې د زمري له لومړۍ تر ۲۰مې د اوړي رخصتي درلوده؛ خو سږ کال دغه رخصتي له منځه لاړه او ښوونځي د خدمتونو پر وړاندې کولو بوخت دي؛ په دې اساس د زمري میاشتې خدمتونه (د اوړي رخصتي) د چنګاښ په میاشت کې راغله او د دې میاشتې ۱۵ورځې د زده کوونکو کورنیو ته تخفیف ورکړل شو او د ۱۵نورو ورځو فیس ورڅخه واخیستل شو.

د افغانستان د شخصي ښوونځیو اتحادیې رییس دې ته په اشاره چې دولتي او خصوصي ښوونځي مکلف دي چې د پوهنې وزارت درسي پلان تطبیق کړي، وویل چې مخکې د لېندۍ په لومړۍ ازموینې پیلېدې؛ خو سږ کال ښایي د ازموینو پروسه د لېندۍ په ۱۵مه یا ۲۰مه پیل شي چې له دې حسابه د زده کړې بهیر ۱۵ورځې وروسته پاتې کېږي.

هغه د دې په ځواب کې ځیني خصوصي ښوونځي له دې سره چې د قرنطین دورې فیس یې هم اخیستی؛ خو د ځینو استادانو معاشونه یې نه دي ورکړي، وویل چې په دې اړه یې کوم شکایت نه دی ترلاسه کړی؛ خو ښوونځي خپلو مجمعوعي عوایدو راټولولو پر اساس مکلف دي چې خپلو معلمانو او کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.

د ښوونځیو له خوا د قرنطین میاشتو فیس غوښتل او د کورنیو له لوري نه ورکول، د زده کوونکو د کورنیو او ښوونځیو د ادارو ترمنځ د ډېر ستونزو لامل شوي دي.

د خوست مخکني والي حکم خان حبیبي، د زامنو د فیس ورکولو له امله د سلیم کاروان لېسې مدیر وهلی دی.

د سیلم کاروان لېسې مدیر مسیح الله همدرد د کابل ښار په ارزان قيمت کې پژواک ته وویل چې تېره ورځ د خوست پخوانی والي له دوو نورو کسانو سره د لېسې مدیریت ته راغی او له لفظي شخړې وروسته یې دی وواهه.

هغه زیاته کړه چې د حکم خان حبیبي پنځه زامن په دغه ښوونځي کې زده کړې کوي؛ خو تر اوسه یې د غبرګولي او زمري میاشتو فیسونه نه دي ورکړي. دغه راز ویې ویل: “هر وخت مې چې زړه وغوښتل، فیس درکوم.”

نوموړې دې ته په اشاره چې ټول خصوصي ښوونځي د خپلو لګښتونو لپاره مجبور دي فیس د میاشتې په لومړیو کې واخلي، وویل چې حکم خان حبیبي د خپلو زامنو فیس پر وخت نه ورکوي او تر اوسه یې د غبرګولي او زمري میاشتو فیس نه دی ورکړی.

بلخوا حکم خان حبیبي د سلیم کاروان لېسې د مدیر خبرې ردوي او وایي چې مدیر یې نه دی وهلی او دا یوه ناسمه ادعا ده.

د سلیم کاروان لېسې د مدیر په خبره، سره له دې چې پوهنې وزارت له کورنیو د چنګاښ میاشتې ۵۰سلنه فیس اخیستو غوښتنه کړې؛ خو د دوی ښوونځي دغه فیس له زده کوونکو نه دی اخیستی، یوازې د غبرګولي او زمري میاشتو فیس یې ترلاسه کړی دی.

د پوهنې وزارت:

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین د یادو ادعاوو په اړه چې ګواکې د دغه وزارت مسوولین له خصوصي ښوونځیو سره لاس لري او له همدې امله یې د دغو ښوونځیو په ګټه پرېکړه کړې، معلومات ورنه کړل.

هغې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین عطاالله واحدیار د خبري ناستې لېنک چې څو ورځې مخکې په کابل کې ترسره شوې وه، شریک کړ.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په دې ناسته کې ویلي چې په خصوصي ښوونځيو کې د زده کوونکو کورنۍ باید د چنګاښ میاشتې ۵۰سلنه فیس اړوندو ښوونځیو ته ورکړي او زیاته کړې یې ده چې د شخصي ښوونځيو ستونزو ته لکه د ښوونکو او پرسونل د معاشونو ورکولو ته په پام، دغه ډول پرېکړه شوې ده.

هغه د دې په یادولو چې شخصي ښوونځیو ته د ماشومانو تګ اجباري نه دی، وویل چې د زده کړې ټول دولتي بنسټونه د ماشومانو پر مخ پرانیستي او پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د برابرو تعلیمي او تربیتي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د یادونې ده، دا مهال په ټول هېواد کې درې زره شخصي ښوونځي فعالیت کوي چې په ټوله کې ۶۵۰زره نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.

دغه راز په خصوصي ښوونځیو کې د ۵۰زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې چې ۳۵زره یې ښوونکي تشکیلوي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 232

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.