امنيتي مسوولين وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په پلازمېنه کابل کې دوه زره ۶۲۹ بېلابېلې جنايي پېښې شوې چې ورسره په تړاو دوه زره ۹۷۳ کسان نیول شوي دي.
په ۱۴۰۱ کال کې یو میلیارد او ۵۳۶ میلیون ډالره نغدي بشري مرسته افغانستان ته رارسېدلې او دغه کچه د تېر کال په وروستیو څلورو میاشتو کې ۴۵۴.۴ میلیون ډالر وه.
د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د چارواکو له خوا په خپلو ادارو کې پر دندو د هغوی ګومارل شوي زامن دې منفک شي.
د کابل ښار په ریشخور سیمه کې د اسیا پراختیايي بانک له لوري د شپږ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی معیاري مسلخ پرانیستل شو.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو سوداګر د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی کړی او ورسره په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
. . .
د کابل په بادامباغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري «د کرنې پراختیا د خلکو د سوکالۍ تضمینوونکې» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو چې څلور ورځې به دوام ولري.
د سوالګرو ټولولو کمېټې له کابل ښاره د نږدې ۳۰ زره سوالګرو ټولولو خبر ورکوي او وایي، ډېری سوالګر غیرمستحق او حرفوي دي او په دې وروستیو کې ځينو یې د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده.
چارواکي وايي، په کابل کې يو کس له شپږو مقناطيسي ماينونو، دوو تومانچو سره او په بلخ کې بيا ١٨ کسان د قمار وهلو پر مهال نيول شوي دي.
مسوولین وايي چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار په لسمه حوزه کې د غلو د يوې مخکې نيول شوې ډلې یوه ښځينه غړې هم نیولې ده.
په کابل کې یو شمېر ښځې نورو ښځو ته د وړیا کتابونو په ورکړې سره وايي، له دغه پروګرام څخه یې موخه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) نمانځل او په ټولنه کې د کتابلوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې او مرګژوبله نه لري.