د کابل امنیه قومانداني وایي، درې کسان یې د پیسو په بدل کې خلکو ته د جعلي نکاحخطونو او د دوولسم ټولګي فراغت سندونو جوړولو په تور نیولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې ناپېژانده کسانو یو لاسي بم غورځولی خو د چاودنې له امله یې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د کابل ښاروال ویلي، د ځینو شبکو له لوري د ښار ډېری تاسیسات ویجاړ شوي خو له دې وروسته کابل ښاروالي هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې په ښاري سیمو کې غیرمعیاري کیندنې وکړي.
. . .
د روژې میاشتې له رارسېدو سره هممهاله، کابل ښاریان د پیازو او روميانو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو کې د دغه توکو د پېرلو توان نه لري.
یوناما په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې په غبرګون کې ویلي چې د روځنیو فعالیتونو په لړ کې د ملکي افغانانو په نښه کول د نه منلو وړ کار دی.
د قلم لار ټولنې مشر او د زدهکړو برخې فعال مطیعالله ویسا په کابل کې نیول شوی دی.
د کابل امنیتي مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو یو سوداګر د انسانتښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل په نننۍ چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي؛ بلخوا د ایمرجنسي روغتون وایي چې له دې پېښې لس ټپیان وروړل شوي دي.
کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د خوړولو نړیوال پروګرام او ګلبهار بنسټ له لوري له نېږدې ۲۵۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي
څلورم تعقیب- کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲ ): د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د وړمې شپې زلزلې له امله پنځه کسان مړه
امنيتي مسوولين وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په پلازمېنه کابل کې دوه زره ۶۲۹ بېلابېلې جنايي پېښې شوې چې ورسره په تړاو دوه زره ۹۷۳ کسان نیول شوي دي.