Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایمرجېنګ اسیا جام شلاوریزو سیالیو په لړ کې د هېواد الف (افغان ابدالیان) لوبډله نن خپله دویمه لوبه له بنګلهدېش سره ترسره کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو «ایمرجېنګ» اسیا جام شلاوریزې سیالۍ سبا په عمان کې پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډلې او هانګکانګ ترمنځ پایلوبه د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه خو د دوو لوبو په ګټلو او ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره افغان لوبډله اتله اعلان شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې عمان ته په ماتې ورکولو سره د دغو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د عمان او هانګکانګ هېوادونو له لوبډلو سره په درې اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له هانګکانګ سره کوي.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د دوو شلاووریز تمریناتي سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له یوې هندي کمپنۍ سره یې د راتلونکو درېیو کلنو لپاره د لوبو د نشراتو او رسنیزو حقوقو برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړې دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې فرسټ کلاس سیالیو کې د پامیر لېجنډز لوبډلې لوبغاړي عثمان نوري د ۳۳۹ منډو په جوړولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او بنګلهدېش ترمنځ د نومبر میاشتې په شپږمه د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيلېږي.
د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه او وروستۍ لوبه له سوېلي افریقا سره کوي.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم سوېلي افریقا ته ماته ورکړه او په دې سره یې روانه لوبلړۍ دوه پر صفر وګټله.
د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP