منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:42 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

کرکټ؛ نن د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درېیمه لوبه ترسره کېږي

· 1 دقیقه لوستل · 188 کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د زمبابوې پر وړاندې یې د درېیو شل‌اوریزو سیالیو لوبلړۍ کې دوه لوبې ګټلې، نن درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.

دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په هراري ښار کې پیل شي.

افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې زمبابوې ته د ۲۴ منډو او په دویمه لوبه کې په ۷ ويکټو ماتې ورکړې ده.

کرکټ بورډ وایي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د درېیمې لوبې ترسره کولو لپاره د چمتووالي په موخه پرون تمرینات ترسره کړل.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې له دې مخکې د زمبابوې پر وړاندې ټیسټ‌لوبه بایللې وه.