Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۷۹۱ راستنو شوو کډوالو کورنیو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.
کندهار کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د پنبې حاصلات ډېر شوي خو د هغو د پروسس فابریکو له فعالیت سره سره بیا هم ښه بازار نه لري.
کندهار کې ځايي مسوولین وایي، تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګهونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې له لوړېدو وروسته اوس له دغه ولایته پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي دي.
کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون ته د تلسمیا پر ناروغۍ اخته زرګونه ناروغان مراجعه کوي خو دغلته دوی دومره امکانات نه لري چې دغو ټولو ناروغانو ته وینه پیدا او ورکړي.
د کندهار ځايي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په سپينبولدک ولسوالي کې د جانمحمد په نوم یوه کس د چړې په واسطه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې یې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشره کندهار ته په خپل سفر کې ویلي، تېر کال د بېلابېلو ادارو پر مټ ۲۶ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسول شوې او په وینا یې، هڅه کوي په راتلونکي کې د افغانستان لپاره بودجه ډېره کړي.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د خوارځواکي او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې او زیاتوي چې یوازې د خوارځواکۍ له امله تر دې مهاله ۳۰ ماشومان مړه شوي دي.
کندهار کې سږ کال د انځرو بازار ښه دی، خو بڼوال شکایت کوي چې حاصلات یې د پخوا په پرتله کم شوي؛ ځکه ورښتونه ډېر وشول او انځرو ته یې د «ژړي» په نوم ناروغي پیدا شوې وه.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په کندهار ولایت کې دوه نیول شوي سیمهییز خبریالان محمدابراهيم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي او د هغوی نیول کېدل له رسنیز کار سره تړاو نه درلود.
کندهار کې د اصلاحي غونډې پر مهال د ا.ا چارواکو ویلي، ګرمه او فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو سړه او فکري جګړه اوس هم روانه ده؛ د اردو منسوبین باید له هغو اسبابو ډډه وکړي چې د ولس د نفرت لامل ګرځي.
سرچینې وايي، د کندهار د غورک ولسوالۍ د صورت خان کارېز په سیمه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP