Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په سرګاو کارېز سیمه کې نن سهار ۱۰:۳۰ دقیقې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو کوچی وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان دي.
د کندهار ځّایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اتو ناحیو کې د کوڅو، ویالو او پلچکونو جوړولو یوې پروژې کار پیل شو.
مسوولین وايي چې پرون په کندهار کې د تېز باد او توپان له امله د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د قطر لومړي وزیر -چې په ورته مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دنده هم پر مخ وړي- او د استخباراتو رییس کندهار ولایت ته د سفر پر مهال له رییس الوزراء ملا محمدحسن اخند سره لیدلي دي.
. . .
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د راتلونکې شنبې په ورځ کندهار کې د ایمرجېنګ (له ۲۳ کلنو کمعمره) لوبغاړو یو ورځنۍ سیالۍ پيلېږي.
د کندهار روغتیايي سرچینې وايي، تېر کال په دغه ولایت کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ماشومانو ۸۵۰ پېښې ثبت شوې او دغو ناروغانو ته ۱۳ زره ۵۰۰ یونټه وینه ورکړل شوې ده.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې پرون په دوو جلا پېښو کې، شاهي کانال کې درې کسان اوبو ډوب کړي چې د یوه مړی موندل شوی او دوه نور نادرکه دي.
چارواکي وایي، د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې یوه ۱۳ کلن هلک وروسته له هغه ځان زندۍ کړی چې پلار یې له کوره له وتلو منع کړی و.
په کندهار ولایت کې له سږني اورښتونو سره د دهلې بند له اوبو ډک شوی چې اوبه یې د ولسوالیو ځمکو ته رسېدلې او ورسره ځايي کروندګر سږ کال د حاصلاتو ډېرېدو ته هیلهمن شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP