Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په کندهار ولایت کې د «څراغ» په نوم یوې نوې سیمهییزې راډیو خپرونې پیل کړې.
کندهار ولایت کې یو شمېر هغه راستانه شوي کډوال چې کوچني کاروبارونه یې پیل کړي، له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي، څو وکولای شي نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې ترسره شوه.
کندهار کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په غورک او نېښ ولسوالیو کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو د سختې وچکالۍ له امله خپلې مېنې پرېیښې او نورو سیمو ته کډه شوې دي، بلخوا دغه بېځایه شوې کورنۍ غوښته کوي چې حکومت دې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یوه پولنډی سیلاني په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.
د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان (FAO) د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۱۵ سړې خونې جوړوي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژانده کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې په کندهار کې یو او زابل کې دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو غل ژوندی نیول شوی دی.
له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي خو مسوولین وایي، هڅه کوي څو د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د کندهار ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د ځمکې لاندې اوبو کچه په بېساري ډول ښکته شوې، ډېری څاګانې وچې شوې او اوس له لرو ځایونو د اوبو راوړلو او یا پېرلو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ۲۴ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP