د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په کندوز ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح چې پنځوس کلن سړی ته ودېده، مخه نیولې ده.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
کندوز (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د تورپي ځنګله یو شمېر اوسېدونکي – چې ۳۰ کاله وړاندې د خپلو ځمکو
په کندوز ولایت کې یو شمېر بوټجوړوونکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې یې کاروبار له رکود سره مخ شوی دی.
په کندوز کې یو سوادګر د ۱۰ میلیون ډالرو په شخصي لګښت په ۷۰ جریب دولتي ځمکه کې صنعتي کمپلیکس جوړوي.
په کندوز کې یو شمېر د چرګانو فارملرونکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې تولیدات کم شوي او د چرګانو روزنې له ۱۲۰۰ فارمونو څخه ۹۵۰ یې خپل فعالیتونه درولي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندوز – تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰کیلو ولټه دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل شول.
کندوز کې ځیني لبنیاتپلورونکي د خپلو تولیداتو بازار خرابېدو اندېښمن کړي او وايي چې په وروستیو کې یې کاروبار مخ پر ځوړ روان دی.
په کندوز کې یو شمېر د غالیو صنعتګر وایي، د یوه مناسب کاري ځای، مناسب بازار او خامو توکو نشتوالي دغه چاره له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
د کندوز ولایت ځیني معلولین وايي چې د معاشونو نه ترلاسه کولو له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د یوه منځني ښوونځي ودانۍ چې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي، دغه راز په ميدان وردګو کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن مړ او درې ژوبل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP