کندوز (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د تورپي ځنګله یو شمېر اوسېدونکي - چې ۳۰ کاله وړاندې د خپلو ځمکو ویجاړېدو له امله د امو سیند بلې غاړې ته تللي- وایي مسوولینو امر ورته کړی چې تر راتلونکي چنګاښ میاشتې دغه ځنګل پرېږدي.
دوی زیاتوي، د امو سیند د سواحلو تخریب له امله ځمکې یې تر اوبو لاندې شوې او له همدې امله د سینده بلې غاړې تورپي ځنګله کې مېشت شول.
دغه اوسېدونکي له حکومته غواړي هغه ځمکې یې چې اوبو وړې، بېرته ورغوي او د امو سیند په سواحلو کې دې استنادي دېوالونه جوړ کړي څو بېرته خپلو ځمکو ته ستانه شي.
د تورپي ټاپو یوه اوسېدونکي کجکول له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: «موږ قبالهيي ځمکې لرلې، ځمکې مو سیند یووړې، موږ ۳۰ کاله وړاندې د ډاکټر نجیب په وخت کې تورپي ځنګله ته راغلو، اوس حکومت راته وايي چې دا ځای پرېږدئ، موږ له حکومته غواړو چې موږ ته بل ځای ځمکه راکړي، بله چاره نه لرو، ځمکې مو اوبو وړې دي.»
دغهراز د تورپي ځنګله يو بل اوسېدونکى رحمتګل هم وايي، په دغه ټاپو کې ۳۵۰ کورنۍ ژوند کوي او خلکو خپل کورونه له خټو جوړ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن