د کندوز ولایت د کلباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولسوالۍ کې دې پراختیایي پروژې پلې او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کندوز د اقتاش ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، ډېری وخت یې ناروغان روغتون له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د لرو سیمو ځيني اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د کندوز د کانونو او صنایعو ریاست مسوولین وايي چې په بازار کې د خامو توکو نشتوالي، به بانکي سیستم کې د ستونزو او له بهره د توکو وارداتو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ تولیدي فابریکې تړل شوې دي.
د کندوز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی چې پکې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندوز یو شمېر بزګر وايي، په وروستیو کلونو کې یې د انجې له درکه د ښه عاید ترلاسه کولو له امله د دغه بوټي کرلو ته وده ورکړې ده.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه کرنیز کمپلکس له جوړېدو خبر ورکوي او وایي، په دغه کمپلکس کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): په نیمروز او کندوز ولایتونو کې د شاوخوا ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې
د پسرلي په را رسېدو سره د کندوز ولایت د ابدان دښته زرغونه او پر یوې زړهپورې منظرې بدله شوې ده؛ په دې ورځو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو ګڼ هېوادوال او سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته ورځي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړونده سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
په کندوز کې د چرم یو شمېر صنعتکاران په یاد ولایت کې د دغه صنعت بازار خرابېدو اندېښمن کړي او زیاتوي چې د تولیداتو بازار یې پیکه شوی او پېرېدونکي یې له لاسه ورکړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP