ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د کلباد خلک: په وروستیو کلونو کې له پراختیايي پروژو بې‌برخې پاتې یو

د کندوز د کلباد خلک: په وروستیو کلونو کې له پراختیايي پروژو بې‌برخې پاتې یو

author avatar
17 May 2023 - 16:53
د کندوز د کلباد خلک: په وروستیو کلونو کې له پراختیايي پروژو بې‌برخې پاتې یو
author avatar
17 May 2023 - 16:53

کندوز (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کندوز ولایت د کلباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولسوالۍ کې دې پراختیایي پروژې پلې او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

دوی وایي، په وروستیو کلونو کې د جګړې له امله هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې او له پراختیایي خدمتونو څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

د کلباد یو اوسېدونکی خالدمحمد خپلواک وایي، د دغه ولسوالۍ خلک له جدي ننګونو لکه د برېښنا او سړک نشتوالي او پاکو اوبو ته نه لاسرسي سره مخ دي.

هغه وویل: «د کلباد ولسوالي نوې تشکیل شوې ده، تر اوسه دلته پراختیایي پروژې نه دي پلې شوې او موږ پراختیایي خدمتونو ته جدي اړتیا لرو، برېښنا نه لرو، سړک ته اړتیا ده.»

هغه وایي، اوس چې په یاده ولسوالۍ کې امنیت تامین شوی، حکومت یې باید اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د کلباد ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حسن‌المعاب هم د خپلو ستونزو په اړه وایي: «زموږ خلک چې ورته اړتیا لري برېښنا ده، پخوا جګړه وه، موږ ته پام نه کیده، اوس له حکومت څخه غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

همداراز د یادې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي د مسوولینو له لوري د ستونزو پر هوارولو ټینګار کوي.

بل‌پلو، د کندوز د کلیو پراختیا ریاست د انجینري خدمتونو امر عتیق‌الله جلیلي وایي، دغه ریاست پلان لري چې د کلباد د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او هغوې ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره پراختیايي پروژې پلې کړي.

هغه زیاته کړه: «د کلباد ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په تېر کال کې څو پراختیایي پروژې لکه د سړکونو او پلچکونو جوړول، تحکیمات او د اوبو رسونې شبکو جوړول سل په سلو کې پلې او بشپړې شوې دي. موږ به د خلکو د ډاډ لپاره به په روان کال کې څو پروژې په دغه ولسوالۍ کې عملي کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کندوز د څو نورو ولسوالیو اوسېدونکو هم د هوساینې خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت درلود او له سرپرست حکومته د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، کلباد د کندوز ولایت یوه له لرو ولسوالیو څخه ده چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې ته څېرمه موقعیت لري.

Visits: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.