ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د انجې کرکېله ډېره شوې ده

کندوز کې د انجې کرکېله ډېره شوې ده

author avatar
6 Apr 2023 - 13:54
کندوز کې د انجې کرکېله ډېره شوې ده
author avatar
6 Apr 2023 - 13:54

کندوز (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د کندوز یو شمېر بزګر وايي، په وروستیو کلونو کې یې د انجې له درکه د ښه عاید ترلاسه کولو له امله د دغه بوټي کرلو ته وده ورکړې ده.

دوی وايي، انجه یو طبي بوټی دی او په کرلو یې د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله ښه عاید ترلاسه کولی شي.

د محمدعارف په نوم یو بزګر چې پر ۱۰۰ جریب للمي ځمکه یې انجه کرلې وايي، د نورو کښتونو په پرتله دغه بوټی ښه عاید لري.

هغه وویل: «د غنمو، وربشو او زغر په پرتله د انجې حاصلات ښه دي او اوبه هم لږې غواړي، په کندوز ولایت کې ډېرو خلکو د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.»

بل بزګر احمدالله هم وايي، د نورو کښتونو په پرتله انجه ډېره ګټه لري او له همدې امله یې له څو کلونو راهیسې د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

هغه وویل: «په لومړیو کې کمو کسانو انجه کرله، خو د وخت په تېرېدو چې خلکو ولیدل ښه ګټه لري نو په دښتو او ولسوالیو کې ډېرو خلکو د انجې کرکیلې ته مخه وکړه، د غنمو، پنبې ان کوکنارو په پرتله هم د انجې ګټه زیاته ده.»

په ورته مهال، د انجې سوداګر په کندوز کې د دغه بوټي کرل د کوکنارو ښه بدیل ګڼي او وايي، دا مهال یې هند او چین ته صادروي ‎او له سرپرست حکومته غواړي څو محصولاتو ته یې اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوايي دهلېزونو زمینه برابره کړي.

د انجې یو سوداګر شفیع‌الله وايي: «انجه یو ښه عایدلرونکی بوټی دی، له دولته هم غواړو چې له موږه ملاتړ وکړي او هوايي دهلېزونه فعال کړي، څو دغه بوټی موږ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادر کړو، هم هېواد او هم بزګرانو لپاره ګټور دی.»

د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو کیلوګرام انجه له ١٢ تر ١٣ زره افغانیو پلورل کېږي.

بل‌خوا، د کندزو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن وايي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې پر زرګونه هتکار ځمکه انجه کرل شوې او له بزګرانو د ملاتړ په تړاو پر هڅو یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «انجه کم لګښت غواړي، هم په ابي او هم په للمي ځمګه کې کرل کېږي، مونږ د بزګرانو لپاره د بازارموندنې هڅې کوو، له سوداګرو سره اړیکه کې یو څو د بازارموندنې زمینه ورته برابره کړو.»

د یادونې ده، انجه د هېواد له مهمو طبي بوټو او صادراتي محصولاتو دی چې په دې وروستیو کلونو کې یې کرکیلې او د شیرې د تولید کچې د پام وړ وده کړې ده.

Visits: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.