ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د چرمي توکو تولیدوونکي وايي، د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی  

کندوز کې د چرمي توکو تولیدوونکي وايي، د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی  

author avatar
16 Feb 2023 - 17:40
کندوز کې د چرمي توکو تولیدوونکي وايي، د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی  
author avatar
16 Feb 2023 - 17:40

کندوز (پژواک، ٢٧ سلواغه ۱۴۰۱): په کندوز کې د چرم یو شمېر صنعتکاران په یاد ولایت کې د دغه صنعت بازار خرابېدو اندېښمن کړي او زیاتوي چې د تولیداتو بازار یې پیکه شوی او پېرېدونکي یې له لاسه ورکړي دي.

په کندوز کې صنعتکاران وايي، د داخلي او بهرني چرمونو په استفادې د ښځو دستکولونه، کمربندونه، د چړو او ټوپک پوښونو، د اس تمسیری او نور چرمي توکي جوړوي خو په وروستیو کې له مشتریانو سفارشات نه لري او پلور یې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د چرم یو صنعتکار امان‌الله وايي، پخوا د کندوز صنعتکارانو نه یوازې په هېواد، بلکې په بهر کې هم ډېر مشتریان درلودل خو اوس د دوی ټول محصولات پلور نه لري چې له امله یې له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «پخوا مو تر درې زره ډېر دستکولونه جوړ کړي او امریکا ته مو لېږلي، د برګ خزاني دستکول زما خپل نوښت دی چې په وطني چرم جوړ شوی دی. دغه راز د چړو پوښونه مې جوړ کړي خو اوس بازار نه لرو.»

نجیب الله هم د چرم کار کوي، هغه وايي، دا صنعت له سلو کلونو ډېره مخینه لري او له نيکه څخه ورته په ميراث پاتې دى.

هغه زیاته کړه: «موږ د اس تمسیری، د اس کمربند، د پتلون کمربند، سپورتي او نور کمربندونه جوړوو؛ پخوا به مو له ایران او تاجکستانه ډېر سفارشونه درلودل خو اوس چې څه جوړوو او ځوړندوو یې، هیڅوک یې پوښتنه نه کوي.»

یو بل صنعتکار شبیر هم د خلکو بې وزلي او د خامو توکو لوړه بیه د دغه صنعت کاروبار پیکه کېدو اصلي لاملونه ګڼي.

شبیر وویل: «چرم له پاکستانه هم راځي، خو دلته سپين او رنګه چرمونه جوړېږي، زموږ بازار اوس ډېر پیکه شوی؛ ځکه پخوا به خلکو پيسې لرلې او پېرل به یې خو اوس خلک د ډوډۍ په غم کې دي.»

په ورته وخت کې د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدرحیم سیرت وايي، دوی هڅه کوي چې د ټولو صنعتکارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه وویل: «صنعتکارانو ته ډاډ ورکوو چې د دوی خامو موادو او نورو ستونزو ته به رسېدنه کوو.»

د يادونې ده، په کندوز کې د چرم صنعت چې اوږده مخينه لري، په داسې حال کې د پیکه کېدو په حال کې دی چې له دې مخکې هم  نورو صنعتکارانو لکه کلالي، اهنګري او بوټ جوړولو هم د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو خبر ورکړی و.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.