ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی

کندوز کې د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی

author avatar
10 Apr 2023 - 12:17
کندوز کې د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی
author avatar
10 Apr 2023 - 12:17

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د کندوز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی چې پکې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغو په خبره، یاد بڼ پر ۶۰ جریب ځمکه جوړ شوی دی.

د کندوز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن له پژواک سره په خبرو کې د یاد بڼ د جوړېدو موخه په دغه ولایت کې د بڼوالۍ وده وبلله.

هغه وایي، د یاد باغ ۵۰ سلنه لګښت د یوې مرستندویه موسسې او ۵۰ سلنه نور یې د یوه سوداګر له خوا ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «دغه باغ په پرمختللي ډول جوړ شوی او په څڅوبي (قطره‌يي) ډول اوبه کېږي، د کندوز په ځانګړي ډول د شمال لپاره یوه لاسته‌راوړنه ده. موږ هڅه کوو چې په دغه ولایت کې ډېر پرمختللي باغونه جوړ کړو.»

حسن وایي، په یاد بڼ کې د انګورو بېلابېلو ډولونو لکه حسیني، کشمشي، کلک عروس او داسې نور تاکونه اېښودل شوي دي.

د هغه په خبره، حکومت د یاد ولایت له کروندګرو او پانګه‌والو د ملاتړ هوډ لري.

له بلې خوا، د یاد بڼ مسوول اجمل صدیقي له حکومته غواړي څو د دوی محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي او د درملو په برخه کې  دې ورسره همکاري وکړي.

هغه وویل: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې زموږ محصولاتو ته دې د بازارموندنې زمینه برابره کړي، ښه درمل دې موږ ته راکړي څو کارونه مو پرمختګ وکړي.»

له بلې خوا، د اقتصادي چارو یو کارپوه محمدعمر کندوزی د مېوو باغونو جوړېدل د هېواد او بزګرو د اقتصاد په وده کې اغېزناک بولي.

هغه زیاته کړه: «هغه پانګه‌وال او کروندګر چې دغه ډول سوداګرۍ ته مخه کوي باید د دولت او د کرنې وزارت له لوري یې هراړخیز ملاتړ وشي، څو افغانستان اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي؛ که دولت دغه ډول پانګه‌ونې ته جدي پاملرنه وکړي نو موږ به په راتلونکي کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د صادراتو شاهدان واوسو.»

د یادونې ده، کندوز د هېواد په شمال کې یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د ښو کرنیزو او نورو محصولاتو له پلوه ښه شهرت لري.

Views: 533

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.