د کندوز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی چې پکې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.