ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پسرلي را رسېدل؛ د کندوز ابدان دښتې ته د خلکو ورتګ ډېر شوی

د پسرلي را رسېدل؛ د کندوز ابدان دښتې ته د خلکو ورتګ ډېر شوی

author avatar
15 Mar 2023 - 16:53
د پسرلي را رسېدل؛ د کندوز ابدان دښتې ته د خلکو ورتګ ډېر شوی
author avatar
15 Mar 2023 - 16:53

کندوز (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د پسرلي په را رسېدو سره د کندوز ولایت د ابدان دښته زرغونه او پر یوې زړه‌پورې منظرې بدله شوې ده؛ په دې ورځو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو ګڼ هېوادوال او سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته ورځي.

خو دغه هېوادوال، سیلانیان او سوداګر له حکومته غواړي چې په دغه په زړه‌پورې ځای کې خلکو ته تفریحي پارکونه جوړ او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ابدان دښته چې د کندوز ښار شمال ته په ۱۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د دغه ولایت یو مشهور تفریحي ځای ګڼل کېږي او هر کال د پسرلي په را رسېدو سره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ هېوادوال دغه ځای ته ورځي.

په یاده دښته کې یو شمېر سیلانیان وایي، پخوا د ناامنیو له امله خلکو نه شو کولای چې له دغه تفریحي ځایه لیدنه وکړي.

د کندوز یو اوسېدونکی اسدالله عمرخېل چې ابدان دښتې ته د تفریح لپاره راغلی وايي، هر کال د پسرلي په موسم کې د دغه ولایت پر اوسېدونکو سربېره د نورو هېوادونو خلک هم دغه تفریحي ځای ته راځي.

هغه زیاته کړه: «له بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، بلخ، کندهار او ان له هېواده بهر هم خلک د تفریح او میلې لپاره دغې دښتې ته راځي.»

د کندوز یو بل اوسېدونکی امین‌الله چې د تفریح او میلې لپاره ابدان دښتې ته راغلی، له حکومت او سوداګرو غواړي چې هېوادوالو ته په دغه ځای کې تفریحي پارکونه جوړ او د سرګرمۍ ښه زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، د کندوز د کورش فدراسیون مسوول محمد انور چې په یاده دښته کې یې خلکو ته د غېږنیونې دودیزې سیالۍ پیل کړې وایي، دغه سیالۍ د ابدان زرغونې دښتې ته د زرګونو کسانو د راتګ لامل شوی دی.

هغه وویل: «له ۲۰ د ډېرو ولایتونو خلک د پهلوانۍ سیالیو نندارې لپاره دې دښتې ته راغلي، پخوا هم خلک دغه ځای ته راتلل خو دومره ډېر نه وو.»

بل پلو، د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع‌الله روحاني په ابدان دښته کې د امنیت ټينګېدو یادونه کوي او له هېوادوالو غواړي چې له دغه سمسور ځایه لیدنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «له ټولو وطنوالو غواړم چې د تفریح لپاره دې دښتې ته راشي، دلته پوره امنیتي تدابیر نیول شوي، په دغو ورځو کې دغه ځای ډېر زرغون او زړه‌راکښونکی شوی دی.»

د ابدان دښته په شمال‌ختیځ زون کې یوازینی تفریحي او د لیدلو وړ ځای دی چې هر کال د پسرلي په رارسېدو سره ګڼ کورني او بهرني سیلانیان دغه زرغون او تفریح‌ځای ته ورځي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.