ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ځیني بوټ‌جوړوونکي: کاروبارو مو له رکود سره مخ دی

کندوز کې ځیني بوټ‌جوړوونکي: کاروبارو مو له رکود سره مخ دی

author avatar
31 Jan 2023 - 16:25
کندوز کې ځیني بوټ‌جوړوونکي: کاروبارو مو له رکود سره مخ دی
author avatar
31 Jan 2023 - 16:25

کندوز (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): په کندوز ولایت کې یو شمېر بوټ‌جوړوونکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې یې کاروبار له رکود سره مخ شوی دی.

هغوی د رکود لامل د پلور بازار نشتوالی، د خامو توکو لوړې بیې او د بهرنیو محصولاتو واردات بولي او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، د کندوز ځايي مسوولین یاده ستونزه مني او د دغه ولایت د صنعتګرو پر ملاټر ټینګار کوي.

شاه‌محمود چې له ۲۵ کلونو راهيسې په کندوز کې د بوټ جوړولو په صنعت کې کار کوي، وايي چې په وروستيو مياشتو کې يې د پلور بازار کمرنګه شوی او ان د دوکان د کرايې ورکړې توان هم نه لري.

هغه د دغه صنعت د کار پيکه کېدو لامل د خامو موادو لوړه بیه او د بهرنیو تولیداتو واردات ګڼي او له حکومته غواړي چې صنعتګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وايي: «په ۲۵ کلونو کې هڅه کوو چې د لوړ کیفیت څپلۍ او بوټان جوړ کړو، خو ستونزه دا ده چې دغه مواد په هېواد کې دننه تولیدېږي او د همدې ستونزې له امله یې بیې لوړې دي.»

د شاه‌محمود په څېر یو شمېر نور بوټ‌جوړوونکي هم د بازار نشتوالی او د خامو موادو لوړه بیه د خپل کاروبار پر وړاندې له جدي ستونزو څخه بولي.

يو بل صنعتګر خالد پژواک ته وويل چې د بوټ جوړولو صنعت اوږده مخینه لري، خو هغه د خامو موادو لوړه بيه او د توليدي کارخونو نشتوالى له جدي ستونزو ګڼي.

له بلې خوا، د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدرحیم سیرت هم دغه ننګونې مني او د دغه ولایت د صنعتګرو پر ملاتړ ټینګار کوي.

هغه وویل: «ټولو صنعتګرو ته ډاډ ورکوو چې د خامو موادو ستونزې ته به رسېدنه وکړو.»

دغه صنعتګر په داسې حال کې د بوټانو جوړولو صنعت له پيکه کېدو شکایت کوي چې له دې وړاندې نورو صنعتګرو لکه کلالي او آهنګري هم د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو خبر ورکړی دی.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.