د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، له لس ورځني بنديز وروسته د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
کابل ښاروالي وایي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری، یو شترمرغ، ۱۶ چینايي هیلۍ، دوه زاڼې او دوه تیتر د کابل ژوبڼ ته ډالۍ کړل.
د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا څلور کلنه دښمني د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته رسېدلې او اوس یو له بل سره د ورورګلوۍ ژوند کوي.
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ میاشتې مخکې دوو کورنیو خپله ۱۷ کلنه دښمني د قومي جرګې په منځګړتوب پای ته ورسوله او سوله یې وکړه چې اوس له یو بل سره په خوشحالۍ او ورورګلوۍ کې ارام ژوند کوي.
کندهار کې په دې وروستیو کې د خلکو او کورنیو ترمنځ د شخړو هواري برخه کې هڅې ډېرې شوې چې ډېر رول په کې قومي مشران او دیني عالمان لري.
د بغلان ولايت د دهنهغوري یو شمېر اوسېدونکي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال په دې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدود شوی او له ستونزو سره مخ دي.
د خوست په اسماعيلخېلو مندوزيو ولسوالۍ کې يو موټر سېلاب وړی چې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د غور کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دولتیار او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو دوو شبکو په بشپړېدو سره زرو کورنیو څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې یو شمېر کورنۍ نه غواړي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ واکسین تطبیق شي.
که څه هم په ودونو کې ناسم دودونو او له حده ډېر لګښتونو ډېرو ځوانانو ته ستونزې جوړې کړې دي، خو په وروستیو کلونو کې یو شمېر جوړو دغه دودونه مات کړي او په خپلمنځي تفاهم سره د واده مراسم په ساده ډول ترسره کوي.
یو شمېر ښوونکي او د زدهکړو برخې پوهان د درسونو په زدهکولو کې ماشومانو ته د خپلو کورنیو له لوري انګېزه ورکول اغېزناک بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو درسونو ته جدي پام وکړي.
مهترلام (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې نن پر یوه کور د تندر لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP