ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه بکوا کې دوه دښمنې کورنۍ له پخلاینې وروسته اوس ښې اړیکې پالي

د فراه بکوا کې دوه دښمنې کورنۍ له پخلاینې وروسته اوس ښې اړیکې پالي

author avatar
4 Sep 2023 - 11:38
د فراه بکوا کې دوه دښمنې کورنۍ له پخلاینې وروسته اوس ښې اړیکې پالي
author avatar
4 Sep 2023 - 11:38

فراه (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا څلور کلنه دښمني د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته رسېدلې او اوس یو له بل سره د ورورګلوۍ ژوند کوي.

دغه سوله د فراه د بکوا په «برغنه» کلي کې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د نورالحق او شرف‌الدین کورنیو ترمنځ وشوه او اوس دواړه خواوې یو له بل سره ښې اړیکې پالي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي سخي‌جان جمالي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نورالحق او شرف‌الدین کورنیو ترمنځ شاوخوا څلور کاله مخکې د ځمکې پر سر شخړه شوې وه چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي وو خو دوه اونۍ مخکې يې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب ترمنځ روغه وشوه او اوس د دوستۍ په فضا کې ګډ ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: «څلور کاله وړاندې د یادو کورنیو ترمنځ شخړه وشوه چې درې کسان د شرف‌الدین د کورنۍ په کې ووژل شول او یو کس د عبدالحق د کورنۍ.»

هغه وایي، د هرې شخړې پای سوله ده خو دا چې طرفینو د قومي مشرانو او محلي مسوولینو غوښتنه او منځګړيتوب ومانه، نېک اقدام دی.

د جمالي په وینا: «دغو کورنیو په سختو حالاتو کې ژوند کاوه، له سیمې وتلې وې خو اوس د سولې په فضا کې ژوند کوي.»

د یادو کورنیو غړي هم خوښ دي چې د دښمنۍ له بدمرغۍ خلاص شوي او نور یو د بل دښمن نه، بلکې دوستان دي.

شرف‌الدین وايي: «څلور کاله مخکې زموږ او کاکا زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال راغی چې زموږ د کورنۍ درې کسان پکې ووژل شول، له هماغه وخته بیا تر ننه ارام نه دی لیدلی او له خپلې سیمې مو کډه کړې وه.»

دی وايي، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مسوولینو ډېر خوښ دی چې د دوی څلور کلنه دښمني یې پای ته ورسوله او اوس په سوله کې ژوند کوي.

شراف زیاتوي: «د هرې شخړې پای سوله ده چې څومره مو سره وژلي وای، اخر مجبور وو سوله وکړو، نو ښه شو چې سره جوړ شوو.»

د شرف‌الدین پخوانی دښمن او اوسنی دوست محمدیونس وايي: «د ناپوهۍ له امله مو سره ووژل، موږ نه پوهيدو چې نورو زموږ کور ته اور اچولی وو خو الحمدلله چې دا اور مړ شو.»

دی وايي، په دې دښمنۍ کې يې یو ځوان ورور ژوند له لاسه ورکړ.

دی هم له حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو مننه کوي چې د دوی منځ کې يې سوله وکړه.

د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر رییس مولوي عبدالمجید صمیم وايي، دا يې مسوولیت دی چې خلک د شخړو او دښمنیو پر زیانونو پوه کړي او پخلاینې ته یې راوبولي.

دی وايي: «له نېکه مرغه تېره اونۍ مو د یو تعداد قومي مشرانو مسوولینو او عالمانو په منځګړیتوب هغه بدي په سوله واړوله چې له امله یې په بکوا ولسوالۍ کې څلورو نفرو خپل ژوند بایللی و.»

مولوي صمیم زیاتوي، هڅه یې دا ده چې د فراه په هره سیمه کې که کومه شخړه او بدي وي، دوی به یې ترمنځ سوله کوي.

دی زیاتوي، د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې يې په فراه کې ۳۷ داسې شخړې او دښمنۍ حل کړې چې کلونه یې له امله خلک قرباني شوي وو.

دیني عالمان هم وايي، مسلمانان یو د بل وروڼه دي او باید له خپلمنځي دښمنیو ځان وساتي.

د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یوه دیني عالم عبدالخالق روحاني وایي: «الله پاک انسانان پیدا کړي چې په خپلو کې سوله‌ییز ژوند وکړي، دا چې یو تعداد کسان د ناپوهۍ او بې سوادۍ له امله شخړې کوي، له امله يې ټوله جامعه ناارامه کېږي.»

روحاني زیاتوي، که چېرې انسانان له عقله کار واخلي، نو هیڅکله به له ستونزو سره مخ نه شي.

Views: 146

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.