Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې په ټول هېواد کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو حقوقو ورکولو لړۍ پيل کړه.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۶۳۹ زره معلولین، کونډې او یتیمان ثبت کړي او تېر لمریز کال یې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړۍ او دویمې ربعې د حقوقو د ورکړې لړۍ پيل کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په هېواد کې ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو ته د ۲۰۴ میلیون افغانیو مرستې د وېش لړۍ روانه ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي، له څلور مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا په ټول هېواد کې د یتیمانو، معلولینو او کونډو د ثبت لړۍ پیل شوه.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولين وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د جنګ دواړو غاړو يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته په مساوي ډول حقوق ورکول کېږي او ترمنځ يې هيڅ توپير نه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP