Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني چې درې کسان پهکې وژل شوي وو، پرون د یوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.
د کونړ د کرنې او مالداري ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال د چهارمغزو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او په ټولیز ډول ۱۸۰۰ ټنه چهارمغز ترلاسه شوي دي.
د کونړ ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په قلاونو سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
ستره محکمه وایي، په کونړ ولایت کې دوو مجرمینو او شپږو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کونړ سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وازرت سرپرست کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۲۰ نويو مخابراتي سایټونه په جوړېدو سره لسګونه زره کسان له مخابراتي خدمتونو برخمن شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د کونړ چاپېریالساتنې ریاست په دغه ولایت کې د ښوونځیو او دیني مدرسو زدهکوونکو ته د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالساتنې ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی دی.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د چاپان د حکومت او خلکو د ۱۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د ځينو موسسو په مرسته د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰۰ هکټاره ځنګلونه بیا احیا شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP