Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې درې ماشومان له مسمومېدو وروسته مړه شوي

اسعداباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د کونړ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې درې ماشومان د هیندواڼې له خوړلو وروسته د مسمومیت له امله مړه شوي او یو بل د کوما په حالت کې دی.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د بابړو دبیلي سیمه کې څلور ماشومان یوه پالېز ته ورغلي او هلته د هیندواڼې له خوړلو وروسته مسموم شوي وو.

هغه زیاته کړه چې مسموم شوي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي خو له ډلې یې درې ماشومان مړه شوي او یو بل د کوما په حالت کې دی.

سرچینه وايي، د پېښې په تړاو یو پالېزوان نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.